په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې ٣٢ ټیمونه برخه لري چې په اتو گروپونو کې سره لوبه کوي. دا لوبې د جولای د میاشتې په ١٥ پای ته رسیږي.
په روسیه کې د فوټبال نړیوال جام

۱
په روسیه کې د فوټبال د ٢١ نړیوال جام لوبې د جون په ١۴ د پنجشنبې په ورځ پیل شوی

۲
دا هم کوربه هیواد روسیه ده چې لومړنۍ لوبه یې د سعودي عربستان سره وه او پنځه صفر یې وگټله

۳
دا د مکسیکو ټیم دې چې د مسکو په ستر ستدیوم کې یې په پخپله لومړنۍ لوبه کې یو د صفر په مقابل کې جرمني ته ماتې ورکړه

۴
د جرمني د فوټبال ملي ټیم د مسکو په ستدیوم کې په پخپله لومړنۍ لوبه کې د مکسیکو نه ماته وخوړه. جرمني د ٢٠١۴ کال د نړیوال جام اتل دی.