د اروپايی اتحاد مشرانو نن د جمعې په ورځ د یوې دوې ورځنۍ غونډې په ترڅ کې چې موخه یې په سیمه کې اقتصادي پراختیا او د دندو زیاتوالی و پریکړه وکړه چې سربیا ته په دغه اتحاد کې د کاندیدۍ موقف ورکړي. د پاریس څخه لیزا براینت مونږ ته د پاریس څخه په دې هکله یو ریپوټ رالېږلی دی.
د سږکال د بروسیلز غونډه د پروسږکال د غونډې په پرتله نسبتا وسیع نه وه. تیرکال د اورپايي اتحاد غړو په دغه اتحاد کې د مالي ستونزو د حل دپاره غونډه وکړه.
خو د سږکال په غونډه کې ۲۷ سرو غړو هیوادونو پر دې هوکړه وکړه چې په دغه اتحاد کې به د سیربیا کاندیدل منظور کړي. د یادونې وړ ده چې سربیا په خپل هیواد کې په یو لړ ډیموکراتیکو اصلاحاتو لاس پوري کړ او د جنګي جنایاتو مشکوک کسان یې ونیول.
د اروپايي اتحاد مشر هیرمن ون رامپوی د سریبیا کاندیدۍ ته یو د پام وړ لاسته راوړنې خطاب وکړ او وېویل چې دغه اقدام د کوسوو سره په پرمختللو اړیکو پوري اړه لري.
ون رمپوي داسي وویل: ،،زه هیله لرم چې دا به سیربیا دې ته وهڅوي چې په اروپايي اتحاد کې د عضویت د اخیستلو دپاره هغه اقتصادي او سیاسي شرایط پوره کړي چې تمه یې ځیني کېږي. زه دا هیله هم لرم چې بیلګراد به سیمه ایزې همکارۍ ته ادامه ورکړي او د لویدیځ بالکن سره د ګاونډیي په څیر اړیکې رامنځ ته کړي.،،
د بروسیلز د غونډې زیاته برخه پر دې متمرکزه وه چې څنګه کیدای شي چې د اروپايي اتحاد د ستونزو سره مخامخ اقتصاد بیرته پر پښو ودروي. دغه اتحادیې خپل د یوه غړي هیواد یونان دپاره چې د سترو مالي ستونزو سره لاس او ګریوان دی د مالي مرستو بل قسط د یوې اونۍ دپاره وځنډوی خو غړو هیوادونو د یونان وروستي اقدامات وستایل.
د لیتوانیا ولسمشرې دالیا ګرایبوسکیت غونډې ته د راتګ پر مهال وویل چې اروپايي اتحاد اوس د کړکیچ د ادارې څخه رواتلی دی او پر نورو اوږمهالو مسایلو باندي غور کوي.
هغې داسي وویل: ،،بالاخر د اروپايي اتحاد مشران او حکومتونه به په دې وتوانېږي چې د اروپا د بحران پرځای ددغه اتحاد پر راتلونکې باندي خبري وکړي.،،
د یادونې وړ ده چې دغه اتحاد د سترو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی. د اروپايی اتحاد د ایرو د برخې هیوادونه د هغه وخت راهسي چې ایرو یې خپل د مشترکې سکې په توګه معرفي کړې ده، سږکال د تر ټولو لوړې کچې بیکارۍ او انفلاسیون یا د توکو د لوړې بیې د ستونزو سره مخامخ دی.