د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي په ټاکنو کې ۱۹ښځو څوکۍ وګټلې


په سعودي کې وړاندې ښځو ته په هېڅ ډول انتخاباتو کې د کاندېدېدو حق نه ورکول کېده.
په سعودي کې وړاندې ښځو ته په هېڅ ډول انتخاباتو کې د کاندېدېدو حق نه ورکول کېده.

د سعودي عربستان د ښاروالیو د ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې ۱۹ښځو څوکۍ ګټلې دي. دا د سعودي په تاریخ کې لومړی وار و چې ښځو ته په دا ډول ټاکنو کې د کاندېدو او راې ورکولو حق درلود.

ډېرو نورو ښځو څوکۍ نه دي ګټلي، خو په سعودي غوندې یو هېواد کې چې مېرمنو په کې په هېڅ انتخاباتو کې د کاندېد کیدلو حق نه درلود، دغه کار د ښځو د حقونو او ازادۍ په برخو کې لوی پرمختګ بلل کیږي.

د عربستان د انتخاباتو د کمیسیون لخوا اعلان شوي نتایج ښيي چې په انتخاباتو کې بریالۍ ښځې د دغه هیواد د بیلابیلو سیمو نه ځانونه کاندید کړي وي.

ټاکل شوې چې د دغو ټاکنو وروستۍ پایلې د یکشنبې په ماښام اعلان شي.

ډېرو ښځمنو کاندیدانو په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې په وړکتونونو کې د ښځو د کاري ساعتونو د زیاتولو، ځوانانو ته د سپورتي او تفریحي ځایونو دجوړولو، د لویو لارو د سمسورتیا، د ښار د صفايۍ او خاورو ښځلو د ټولولو لپاره د ډېرو صندقونو د اېښودلو ژمنې کړې وې او شعارونه یې ورکړي وو.

په سعودي کې د ښاروالیو په ټاکنو کې شاوخوا ۷۰۰۰ کاندیدانو له یو بل سره سیالۍ وکړې چې ۲۱۰۰ يې مېرمنې وې. د ښاروالیو څوکۍ یوازیني حکومتي دندې او موقفونه دي چې مشران یې د عادي ښاریانو او عامو وګړو له لوري انتخابیږي.

د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۱ کلونو په دغو انتخاباتو کې ښځو ته د کاندېدېدو حق نه و ورکړل شوی او یوازې نارینوو ځانونه کاندید کړي.

په سعودي کې د ښاروالیو په سږنیو انتخاباتو کې یو میلیون او ۳۵۰ زره نارینوو او ۱۳۰ زره ښځو نوملیکنې کړې وې. خو د انتخاباتو لومړني نتایج ښيي چې د هغو کسانو نه چې د رایې ورکولو شرایط یې پوره کول یوازې ۴۴ فیصده یې رایې ورکړې دي، چې دغه ۶۰۰ زره کسان کیږي.

XS
SM
MD
LG