د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ په نړیوال جام کې جنوبي افریقا سري لانکا ته ماتې ورکړه


د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې دوشنبه جون دریمه ( غبرګولي ۱۴) د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په څلورمې سیالۍ کې د سري لانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه.

لوبه د متحده ایالاتو د نیویارک ایالت په لوبغالي کې وشوه چې په موقتي توګه یوازې د همدې نړیوال جام لپاره چمتو شوی.

د سري لانکا لوبډلې تر پچې ګټلو وروسته په توپ وهنې کې یوازې ۷۷ منډې وکړلې او ټول لوبغاړي یې په شلم اور کې وسوځیدل.

جنوبي افریقا د سیالې لوبډلې هدف د لوبې په اوولسم اور کې پداسې حال کې ورپوره کړ چې یوازې څلور لوبغاړي یې سوځیدلي و.

د جنوبي افریقا تیز توپ اچوونکي انریخ نوکیا په څلورو اورونو کې یوازې اووه منډې ورکړلې او د سري لانکا څلور لوبغاړي یې وسوځول چې د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG