د مصر وزیر شریف اسمعیل د یوې روسۍ الوتکې غورځېدل تاید کړل، په پېښې کې ۲۲۴ تنه مړه شوي دي.
دغه روسۍ الوتکه مصر د شرم الشیخ د تفریحي ښار نه د پرواز نه نیم ساعت وروسته لویدلې ده.
مصري مامورین وایي د دغې ۳۲۱ایربس الوتکې په غورځېدو کې د ١٧ ماشومانو په شمول ٢١٧ تنه مسافر، او اووه عمله مړه شوي دي.
د سقوط ځای معلوم شویدی او د ژغورنې عملیات پیل شوی دي.
د صدراعظم دفتر مسول چارواکي ويلي چې صدراعظم سمدستې د حکومت او د امنیتي مامورینو سره غونډه کوي؛ په داسې حال کې چې د روسیي خارجه وزارت په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې وضعیت څاري.
دغه الوتکه د روسیی د پتسبرگ ښار ته روانه وه چې په محلي وخت د سهار په څه کم شپږو بجو، د پرواز نه نیم ساعت وروسته یې رپوټ ورکړو چې، د کنترول د برج سره تماس قطع شوی دی.
ځینې نا تایید شوی رپوټونه وایي چې پیلوټ راډیویي مخابره کې ویلي چې په الوتکه کی څه مشکل پیښ شوی دی.