د متحده ایالاتو د یو پخواني جمهور رئیس جیمي کارټر میرمن، روزالین کارټر یکشنبه نومبر ۱۹ (لړم۲۸) د ۹۶ کالونو په عمر مړه شوه.
جیمي کارټر چې یوازې یوه دوره یې جمهوري ریاست وکړ، میرمن یې تر ټولو نږدې سلاکاره وه.
میرمن روزالین همدارنګه کله چې خاوند یې د جمهوري ریاست دورې پای ته رسیدو وروسته، په نړیواله کچه بشري کارونه پیل کړل، بیا یې هم میرمنې د سلاکارې په توګه کار کاوه.
د کارټر سنټر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د جمهور رئیس میرمن ډیره موده د حافظې زوال درلود، او روغتیایي حالت یې په وروستیو کالونو کې خراب شوی و.
جیمي کارټر او روزالین کارټر ۷۷ کاله ښځه او خاوند و او خپل ژوند یې "بشپړه همکاري" بللی و.
د متحده ایالاتو د نورو جمهور رئیسانو میرمنو برعکس، روزالین کارټر د کابینې په غونډو کې برخه اخیسته، په جنجالي موضوعاتو یې خبرې کولې او آن په بهرنیو سفرونو کې یې د خپل خاوند استازتیوب کاوه.
پخپله جمهور رئیس جیمي کارټر کله چې د ۱۹۷۷ څخه تر ۱۹۸۱ میلادي کاله پورې په سپینې ماڼۍ کې و، خپلو سلاکارانو ته یې د میرمنې په هکله ویل، " روزالین زما تر ټولو غوره ملګرې ده. هغه ممکن زما په ژوند کې تر ټولو اغیز لرونکې شخصیت وي".
میرمن روزالین د حکومت په کابینې کې دومره فعاله او په سیاسي لحاظ هوښیاره وه چې وروسته یې رول په جنجال بدل شو او هغه مجبوره شوه چې په عامه توګه اعلان وکړي، "زه حکومت نه چلوم".
آن دا چي د جمهور رئیس جیمي کارټر ډیرو سلاکارانو ټینګار کاوه چې د میرمن روزالین سیاسي شعور یې تر خاوند غوره و. دې سلاکارانو د یوې پروژې په هکله وړاندې تر دې چې جمهور رئیس ته وړاندې کړي، د میرمن روزالین سره سلا مشورې کولې.
ښاغلي کارټر پخپلې میرمنې دومره باور درلود چې په ۱۹۷۷ میلادي کال کې پداسې حال کې چې د جمهوري ریاست یې څو میاشتې تیرې شوې وې، هغه یې لاتیني امریکا ته ولیږله تر څو دیکتاتورانو ته ووایي چې د نظامي مرستو بندول یې څخه معنی او دا چې ولې د بشري حقونو سرغړاوونکو ملاتړ نکوي.
میرمن کارټر د خپل خاوند د جمهوري ریاست په دورې کې پخپلې پالیسۍ کې ډیر ټینګار ذهني روغتیا او د پاخه عمر امریکایانو ستونزو ته کاوه.
الینر روزالین سمیت د ۱۹۲۷ کال د اګست د میاشتې په ۱۸ مې پیدا شوې وه او پلار یې داسې مهال مړ شوی و چې دا لا پیغله وه. هغې د خپلو نور خویندو او وروڼو ساتنه هم کوله کله به یې چې مور کار ته تله.
جیمي کارټر او روزالین کارټر په ۱۹۴۶ کال کې واده وکړ. هغوي درې زامن او یوه لور لري.
فورم \ دبحث خونه