د ایران په بیلابیلو ښارونو کې د ځایو اوسیدونکو مظاهرې مخ په ډيریدو دي چې په ګڼو مواردو کې په تاوتریخوالي اوښتي. دغه مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې چې تیره اونۍ د مهسا امیني په نوم یوه ۲۲ کلنه نجلۍ د ایران د مذهبي پولیسو لخوا د بدحجابۍ په تور ونیول شوه چې وروسته په روغتون کې مړه شوه. پولیس وایي چې په هغې د زړه حمله راغلې وه خو کورنۍ یې بیا وایي چې لور یې هیڅ ډول بیماري نه درلوده.
د مهسا امیني وژل کیدو په غبرګون کې مظاهرې

۵
د ایران ولسمشر، ابراهیم رئیسي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خبرو پر مهال د مهسا امیني نوم وانخیست خو د نړیوالو غبرګون یې دوه ګونی معیار وګڼلو

۶
د ترکیې په استانبول ښار کې د ایران قونسلګرۍ پر وړاندې د مدني فعالانو مظاهره

۷
ځینو مظاهره کوونکو په ایران کې د اجباري حجاب پر ضد خپل څادرونو ته اور ورپورې کړ

۸
د ایران په اخبارونو کې د مهسا امیني د مړینې خبر