د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ایټالیا کې داخبره تایید کړه چی د ولسمشر ټرمپ او اوکراین د ولسمشر زیلنسکی ترمنځ جنجالي ټیلیفوني خبرې یې اوریدلې دي.
" زه هم په ټیلیفونی خبرو کې وم . زه له یونیم کال راهیسی د بهرنیو چارو وزیر یم او زه په دقیقه توگه پوهېږم چې دامریکا پالیسي د اوکراین په برخه کې څه ده. داپالیسی په فوق العاده ډول دوام داره اومنظمه ده."