د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار یو شمېر اوسیدونکي د پوليو ضد واکسین د پروسې چټکتیا غواړي


د واکسین کارکوونکي یوې ماشومې ته د پولیو ضد واکسین کوي
د واکسین کارکوونکي یوې ماشومې ته د پولیو ضد واکسین کوي

د کندهار ولایت اوسیدونکي وايي چي د ماشومانو د ګوزڼ په ضد د واکسین په اهمیت پوهیږي او پدې اړه یې پوهه تر یوې اندازې زیاته شوې او غوښتنه لري چي د پوليو په ضد د واکسین پروسه باید ګړندۍ شي.

د جنوب د نورو ولایتونو تر څنګ په کندهار ولایت کې هم تر پنځو کلونو ښکته ډېر ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي دي.

ددې ولایت اوسیدونکي وايي چې ماشومانو ته د پولیو واکسین نه تطبیق اندیښمن کړي دي او په ګوزڼ ناروغۍ د خپلو ماشومانو د اخته کیدو څخه وېره لري.

ثناء الله د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ اوسیدونکی پدې هکله وایي: "د واکسین ټیمونه لا هم لیری پرتو سیمو ته نه دي تللي او د زیاتو ماشومانو د واکسین مرحله پوره شوې نه ده."

نوموړی زیاتوي چې دا پروسه دې ولسوالیو ته هم وغځیږي ترڅو د لیرې پرتو سیمو ماشومان هم د واکسین څخه برخمن شي او له دې خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.

هغه زیاتوي چې اوس خلک د واکسین په ارزښت پوه شوي دي نو ځکه باید د واکسین پروسه ګړندی شي.

بلخوا د پوليو واکسین د پروګرام یو رضا کار عمران وايي چې اوس هر کلي او ولسوالۍ ته د تګ زمینه برابره شوې چې له دې فرصته باید د ماشومانو د روغتیا په موخه ګټه واخیستل شي.

هغه وویل: "اوس په افغانستان کې کوڅه په کوڅه او کلي په کلي د پولیو واکسین د پلي کېدو شرایط برابر شوي دي نو خلک باید د پولیو واکسین د تطبیق کارمندانو سره مرسته وکړي او د تېر په څېر دې د دغې پروسې پر وړاندې خنډونه نه جوړوي."

په کندهار کې تر ۵۰۰ زیات ماشومان له تېرو دوه کالو راهیسې له واکسین څخه بې برخې پاتې شوي دي.

روغتیا پالان وايي چي ګوزڼ یوه خطرناکه ناروغي ده او د ماشومانو د دایمي‌ معلولیت سبب ګرځي.

دوی وايي چې د پولیو دوه څاڅکې واکسین کولای شي چې ماشومان له دې ناوړه ناروغۍ څخه وژغوي.

XS
SM
MD
LG