د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د پولیو ضد واکسین په اړه عامه پوهاوي پروګرامونه چټک شوي – روغتیایي چارواکي


د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو ضد کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو ضد کمپاین

د کونړ ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې دوی په ماڼوګي ولسوالۍ کې د پولیو د مثبتې پېښې له ثبت وروسته د عامه پوهاوي پروګرامونه چټک کړي.

د روغتیایي مسؤولینو په وینا، وروسته له هغه چې د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د پولیو مثبته پېښه ثبت شوه، دوی د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ګړندي کړي او اوس هغه کورنۍ چې پخوا ېې خپلو ماشومانو ته له واکسین کولو ډډه کوله هم خپل ماشومان واکسینوي.

په کونړ کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا سرپرست، قاري مظفر مخلص، امریکا غږ ته وویل: ”په روان میلادي کال کې د افغانستان په کچه د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له بده مرغه یوه یې په کونړ ولایت کې شوې.“

د نوموړي په وینا، دوی سمدلاسه اقدام کړی او د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې یې کورنۍ هڅولي چې خپل ماشومان واکسین کړي، او دا پروګرامونه به تر هغه دوام ومومي چې د پولیو ضد واکسین په تړاو د خلکو ناسم افکار له منځه ولاړ شي.

ښاغلي مخلص زیاته کړه: ”موږ پدې هکله د ولایت مقام، د حج او اوقافو ریاست، امر بالمعروف ریاست او دیني عالمانو سره دوامداره ناستې ترسره کړي او د جوماتونو له لارې مو د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه خلکو ته خپل پیغامونه رسولي.“

د نوموړي په وینا، اوس د کنړ ولایت په ټولو لیرې پرتو سیمو کې په ټاکلي وخت د پولیو ضد کمپاینونه ترسره کیږي او د هغو ماشومانو په شمېر چې پخوا به له واکسین څخه پاتې کېدل د پام وړ کموالی راغلی.

بل لوري ته د کونړ ولایت ځینې اوسیدونکي وایي چې اوس ګڼ شمېر کورنۍ په کمپاینونو کې خپل ماشومان واکسینوي.

د کنړ ولایت یو تن اوسیدونکي، څرګند خان، امریکا غږ ته وویل : ”د عامه پوهاوي له پروګرامونو وروسته د هغو کورنیو په شمېر کې کموالی راغلی چې پخوا ېې د بیلابیلو عواملو له کبله خپل ماشومان نه واکسینول، او اوس ډیرې کورنۍ په ډاډ سره خپل ماشومان واکسینوي.“

د کنړ ولایت بل اوسیدونکی، غوث‌الرحمان، په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ګوزڼ مثبتې پېښې ته په اشارې له کورنیو غواړي چې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي، تر څو د دوی ماشومان واکسین کړي او پدې توګه د پولیو له ناعلاجه ناروغي څخه وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG