د لاس رسي وړ اتصالات

عامه روغتیا: د پولیو د له منځه وړلو لپاره له پاکستان سره ګډې هڅې زیاتې شوي


د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې د پولیو کمپاین

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې دوی په دواړو هیوادونو کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره له ګاونډي هیواد پاکستان سره ګډې هڅې زیاتې کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤولین وایي چې دوی د پاکستان د روغتیا وزارت په همغږۍ، په سرحدي سیمو کې د پولیو ضد مبارزې ټیمونه ګمارلي، تر څو هغه ماشومان چې له خپلو کورنیو سره دواړه هیوادونو ته تګ را تګ کوي، په منظم ډول واکسین کړي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل، امریکا غږ ته وویل:د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د پاکستان د روغتیا وزارت تر منځ د پولیو ضد مبارزې د همغږۍ په موخه پرله پسې تماسونه او بیلابیلې غونډې ترسره کیږي.

د نوموړي په وینا، دغه همغږۍ دوه د پام وړ لاسته راوړنې لري، لومړی دا چې د دواړو هیوادنو تر منځ سرحدي سیمو کې د پولیو ضد ټیمونه ګمارل شوي، تر څو مسافر ماشومان واکسین کړي، او دوهم دا چې په یادو سیمو کې په یوه وخت د پولیو ضد کمپاینونه ترسره کیږي.

ښاغلي امرخیل زیاته کړه: ”په تېر میلادي کال کې، د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د غوره مدیریت، د عامه پوهاوي د پروګرامونو د ترسره کولو او د ټولنې د بیلابیلو قشرونو د پراخې همکارۍ له امله د ټول افغانستان په کچه د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي، او هڅې روانې دي چې دغه پېښې صفر ته راټیټې شي.“

روغتیا پالان په پاکستان کې د پولیو د ۲۰ مثبتو پېښو شتون، او د افغانستان او پاکستان تر منځ د خلکو پراخ تګ راتګ ته په کتو سره وایي چې د پولیو ضد مبارزه کې د دواړو هیوادونو همکاري اړینه ده.

همدارنګه، روغتیا پالان له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته دې جدي پاملرنه وکړي، او هغوی دې په کمپاینونو او روغتیایي مرکزونو کې د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG