د لاس رسي وړ اتصالات

کوچیان: د کابل په ګډون په ډیرو سیمو کې د واکسین او نورو روغتیایي خدمتونو نه محروم دي


په فراه ولایت کې د ۲۰۲۲ د پولیو کمپاین پر مهال یو ماشوم ته د واکسین د څاڅکو تطبیق
په فراه ولایت کې د ۲۰۲۲ د پولیو کمپاین پر مهال یو ماشوم ته د واکسین د څاڅکو تطبیق

یو شمېر کوچیان وایي چې له یو ځای څخه بل ځای ته په کډې کولو سره دوی ته د مرکز کابل په ګډون د افغانستان په ډیرو لرې پرتو سیمو کې روغتیایي خدمتونه، په ځانګړي ډول د ګوزڼ واکسین نه رسیږي.

کابل یو له هغو ولایتونو څخه دی چی د بیلابیلو دلیلونو له امله د هیواد له نورو سیمو څخه ورته د کوچیانو په ګډون یو شمېر کورنۍ د استوګنې په موخه کډه کیږي.

په کابل کې میشت ځیني موسمي کوچیان له روغتیایي ستونزو سر ټکوي او له اړوندو چارواکو غواړي چې د دوی د ماشومانو د واکسین د تطبیق چارې دې ګړندۍ کړي.

یو تن کابل میشتي کوچي میاګل، امریکا غږ ته داسې وویل: " د پسرلې په رارسیدو سره کوچیان کابل او ځیني نورو ولایتونو ته کډه کیږي او د غرونو او دښتو په لمنو کې شپې تیروي، خو ډیری وختونه ېې ماشومان له واکسین څخه بې برخې پاتې کیږي."

بل لوري ته، د کابل ښاریان هم له روغتیایي چارواکو غواړي چې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره دې په ټاکلي وخت د کوچیانو ماشومان واکسین کړي.

د کابل ښار اوسیدونکي سهیل، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: "د کوچیانو ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق ځکه اړین دی چې دوی له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته کډه کیږي او د بیلابیلو ناروغیو ترڅنګ د پولیو ویروس د لیږد لامل کیدای شي."

ښاغلی سهیل له روغتیایی مسؤولینو غواړي چې د موسمي کوچیانو د ماشومانو واکسینولو ته دې جدي پاملرنه وکړي او پدې توګه دې د پولیو ناروغۍ د خپریدو مخه ونیسي.

بل پلو، د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤولین بیا وایي چې دوی تل هڅه کوي چې د کډوالو او کوچیانو ماشومانو ته ټاکلي وخت واکسین ورسوي.

په کابل کې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن امریکا غږ ته وویل: "موږ د هر کال او هر موسم په نوي کیدو سره پر خپل پلان له سره غور کوو او هغه نوی کوو او د پلان مطابق د کوچیانو او نورو کډوالو لپاره د واکسین پروګرام تنظیموو."

د ښاغلي مومن په وینا، د دوی واکسیناتوران د پلان له مخی د کډوالو او کوچیانو د استوګنې سیمو ته ورځي او د هغوی له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیقوي.

XS
SM
MD
LG