د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې لا هم زرګونه کورنې د پولیو له واکسینه انکار کوي – مسؤولین


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د افغانستان په سویل ختیځ کې د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې جدي مبارزه شوې، خو بیا هم زرګونه داسې کورنۍ شته چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ (پولیو) واکسین د تطبیق څخه انکار کوي او پدې توګه د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

په خوست کې د پولیو پروګرام د مسؤولینو په وینا، دیني عالمان او قومي مخور باید له دوی سره لاس یو کړي ترڅو پولیو په بشپړه توګه له افغانستان څخه محوه شي.

د افغانستان سوېل ختیځې سیمې چې د پولیو لوړ خطر پکې وار لمخه موجود دی ځایي روغتیایي مسؤولین یې پدغه مبارزه کې د ټولنې وګړو ښکېلتیا اغېزمنه بولي.

په خوست کې د پولیو پروګرام یو تن ولایتي مسؤول، زاهدالله امیري په دې باورمند ښکاري، چې د مخورو اشخاصو ښکېلتیا او مرسته له دې بهیر سره مرسته کوي چې دا معلولونکې ناروغي په بشپړه توګه له افغانستان محوه شي.

د پولیو پروګرام ولایتي مسؤول، زاهدالله امیري په دې هکله امریکاغږ ته داسې وویل:"جامعه باید له موږ سره همکاري وکړي، علما، سپین ږیري، قومي مشران او هغه خلک چې په ټولنه کې رسوخ او نفوذ لري او یا هم د ټولنې خواخوږي دي، هغوی باید له موږ سره همکار شي او خلک وهڅوي چې تر پنځه کلنۍ لاندې هیڅ ماشوم د پولیو په کمپاین کې له واکسین نه محروم پاتې نشي."

د نوموړي په وینا که څه هم د انکاري کورنیو په شمېر کې د پام وړ بدلون ترسترګو کیږي، خو بیا هم ډېر کار ته اړتیا لیدل کیږي چې پاتې منکرې کورنۍ هم د واکسین تطبیق ته زړه ښه کړي.

ښاغلی امیري زیاتوي: "موږ په خوست کې زښت ډیر انکاري کورنۍ لرلې، تقریباً یو څو کمپاینه مخکې موږ د ۷۰۰۰ په شاوخوا کې انکاري کورنۍ لرلې، خو اوس د دوی تعداد ۳۵۰۰ شاوخوا ته راټیټ شوی دی."

له بلې خوا هغه میندې چې د کمپاین په مختلفو دورو کې خپل د کورنۍ ماشومانو ته په منظمه توګه واکسین تطبیقوي له ورته نورو خلکو هم پدغه برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

د خوست اوسیدونکی، حسین الدین امریکاغږ ته وویل: "هغو میندو پلرونو ته مو دا توصیه ده چې ستاسې دا ماشومان په راتلونکې کې کوږ، فلج یا ګوډ کیږي نو که چیرته تاسو دا واکسین ورکړئ نو د مرضي نه به یې مخنیوی وشي."

د نوموړي په وینا، ماشومان په تاسو حق لري نو دا وخت مه ضایع کوئ او کوم کس چې د واکسین لپاره درځي تاسوپه وخت هغوی ته ماشومان راوباسئ ترڅو چې دوی ته خپل واکسین ورسیږي.

د خوست یو بل اوسیدونکی، حاجي شاه ولي خان بیا داسې وایي:" د ماشومانو واکسینول مهم او لازمي دي، هرچا لپاره پکار ده چې خپل اولادونه واکسین کړي، دې برخه کې باید هیڅ خنډ جوړ نشي او دا باید ونه ووایي چې مونږ خپل اولادونه نه واکسینوو، نو هر وخت چې واکسیناتوران کورونو ته درځي باید خپل ماشومان راوباسئ او واکسین یې کړئ."

د ګوزڼ (پولیو) ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ستر خنډ همدا منکرې کورنۍ بلل کیږي، چې ماشومان یې د ویروس د پاتې کیدو او انتقال لامل کیږي، خو روغتیا پالان وايي تر څو چې ټولو کوچنیانو ته دوه څاڅکي واکسین تطبیق نه شي، د ګوزڼ ناروغي به د ماشومانو ژوند ګواښي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG