د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه منځني ختیځ ته د جو بایډن لومړنی سفر. د عکسونو په دې ټولګه کې منځني ختیځ ته د ښاغلي بایډن د سفر ځنې شیبې کتلای شئ.
د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه منځني ختیځ ته د بایډن لومړی سفر

۱
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وایي د واشنګټن پوست د خبریال جمال خاشقجي د قتل موضوع یې د سعودي عربستان د شهزاده محمد بن سلمان سره په کتنه کې مطرح کړې ده.

۲
په جده کې ښاغلي بایډن د خلیج د همکارۍ د شورا په غونډه کې چې بحرین، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات یې غړي دي د سیمې په وړاندې د امریکا د تعامل په اړه څرګندونې کړې دي. پدې غونډه کې د مصر عراق او اردن مشران هم حاضر وو .

۳
د امریکا ولسمشر پداسې حال کې چې متحده ایالات او نړۍ د تیلو د لوړو بیو او د انفلاسون له ستونزو سره لاس او ګریوان دي، په منځني ختیځ کې هڅه وکړه چې د تیلو د تولید کوونکو هیوادونو توجه دغې مسلې ته راواړوي.

۴
بایډن او د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي په جده کې د لیدنې کتنې پر مهال