د طالبانو یو پخوانی چارواکی اکبرآغا وايي چې د قطر په مذاکراتو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د نورو پر ضد د افغان خاورې په نه کارولو توافق شوی دی.
د طالبانو پخواني چارواکي اکبرآغا امريکا غږ ته وويل "په اطمينان وايم چې په دواړو خبرو اتفاق شوې او ټولې خبرې مثبتې دي."
د دوشنبې راهېسې په قطر کې د طالبانو او د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ترمنځ خبرې پيل شوي دي.
افغان حکومت چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پرمخامخ خبرو ټينگارکوي آیا طالبان به ورسره خبرو ته حاضر شي؟
اکبر اغا د امریکا غږ خبریالې نوشابې اشنا ته په یوې مرکې کې وويل "طالبانو فيصله کړې ده، هرکله چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو په مسئلې باندې ډاډه شي، بیا به افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کيني."
له اکبر اغا سره پوره مرکه دلته واورئ