د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د سوریې د تدمر لرغونی ښار ونیوی


د تدمر لرغوني ښار ۲۰۰۰ کلن تاریخي قدامت لري.
د تدمر لرغوني ښار ۲۰۰۰ کلن تاریخي قدامت لري.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په سوریې کې د تدمر لرغونی ښار نیولی دی. د دغې ډلې لخوا د تدمر د ښار نیولو دا ویره پیدا کړې چې داسې نه شي چې یو ځل بیا کلتوري نایابه آثار تباه کړل شي.

د سوریې د بشري حقونو موسسه، چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته د تدمر د ښار په شمالي برخو کې سختې جګړې وشوي او وروسته بیا د سوریې حکومتي قواوي د ښار د نږدې ټولو سیمو نه ووتلي.

تدمر یو لرغوني ښار دی چې ۲۰۰۰ کلن تاریخي قدامت لري. دغه پخوانی ویجاړ شوی ښار د یونسکو د نړیوالو کلتوري میراثونو په لست کې شامل دی.

د سوریې د تاریخي آثارو مشر، مامون عبدالکریم ویلي دي په سلګونو مجسمې یې د دغه ښار نه خوندي ځایونو ته انتقال کړي دي.

خو، په دغه لرغوني خراب شوي ښار کې داسې اثار او لوی څلي هم شته چې د انتقال وړ نه دي.

سوریې او ملګروملتونو د نړیوالو نه غوښتنه کړې چې د دغه لرغوني ښار د ساتلو لپاره دې مرسته وکړي. د اسلامي دولت ډلې د روان کال په پيل کې په عراق کې یو شمیر لرغوني اثار ویجاړ کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماري هارف پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چې امریکايي چارواکي د اسلامي دولت د ډلې لخوا د تدمر د ښار د نیولو په اړه تشویش لري او هیله لري چې د ښار تاریخي ځایونه وران نه شي.

په عراق کې د یکشنبې په ورځ د اسلامي دولت ډلې د رمادي ښار ونیوی. د دغه ښار د کنټرول لپاره څو ورځې جګړه روانه وه چې ۵۰۰ کسان پکښې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG