د لاس رسي وړ اتصالات

ګوګل ټرانسلیټ ته پښتو زیاتول اهمیت لري‌ خو نور کار غواړي


ګوګل د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پښتو او ۱۲ نورې ژبې یې ګوګل ټرانسلیټ‌ ته داخلې کړې دي.
ګوګل د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پښتو او ۱۲ نورې ژبې یې ګوګل ټرانسلیټ‌ ته داخلې کړې دي.

ګوګل ټرانسلیټ ته د پښتو ژبې ورزیاتول د اهمیت وړ اقدام دی، خو د ژباړې لپاره یې استعمال، د اوس لپاره، ستونزې لري او نور کار ته ضرورت لري.

ګوګل د چهارشنبې په ورځ‌ پښتو ژبه ګوګل ټرانسلیټ ‌ته ورزیاته کړه. په دې سره پښتو د هغو ۱۱۳ ژبو په کتار کې راغله چې په ګوګل ټرانسلیټ‌ کې شته.

د پښتو د ترجمې لپاره د ګوګل ټرانسلیټ‌ د استعمال ځینې مثالونه

آیا غواړی چې د ګوګل ټرانسلیټ‌ نه لاره ورکه کړی؟‌ نو «اژدهای خودی» ورباندې ترجمه کړی.‌ پروفیسور بهاالدین مجروح به ورته د خپل شهکار عنوان خوښ‌ کړي‌ «ځانځاني‌ ښامار» خو د ګوګل ټرانسلیټ‌ ژباره «آژدهاوې داخلي» د خندا وړ ده.

د یوې ژبې نه بلې ته د ترجمې لپاره،‌ ګوګل ټرانسلیټ یو لړ متون، چې یو شان ته وي، سره مقایسه کوی او تر ټولو نږدې ژباړه يې پیدا کوي.

د ګوګل دا اقدام چې پښتو یې د خپل ژباړې په ماشین کې شامله کړې ده د دې معنی ورکوی چې په پښتو کې دومره لیکلي‌ مواد شته چې ګوګل دې د پښتو نه ۱۰۲ ژبو ته او د دغو ژبو نه پښتو ته ترجمه وکړي.

ګوګل ټراتسیلټ‌ یوداسې پلټفارم دی چې هرڅوک پکښې ونډه اخیستی شي‌ او دا د کارونکو د ونډې اخیستل دي‌ چې د وخت په تیریدو سره د ترجمې کیفیت ښه کوي.

په ژبه وارد کسان به هیڅ کله هم د ګوګل ټرانسلیټ نه کار وانخلي‌،‌ خو هغه کسان چې په ترجمې کې یې تجربه لږ وي‌ ګیدای شی ورنه کار واخلي‌، چې دغه ماشین به ځینې شیان سم او ځینې شیان به غلط ترجمه کړي.‌

ګوګل د ساده جملو د ترجمه کولو لپاره ښه دی:

My name is Ahmad Yousuf

زما نوم احمد یوسف دی

I am a journalist

زه یو خبریال یم

کیدای شي‌ د ګوګل قیاس د مرکبو جملو د ترجمې لپاره تر یو حده درست وي:

عاجز ماندن پاکستان در جل معمای ناپدید شدن والی سابق افغان

پاکستان پاتې توان نه درلود چې د افغانستان د پخواني والي‌ د تري‌ معما حل

Obama: Cuba Visit Advances Efforts to 'Improve Lives of Cuban People'

اوباما: کیوبا سفر هڅې چې د کیوبا خلګ د ژوند د ښه په ډګر کې‌

د خاصو نومونو د ترجمې لپاره د ګوګل د استعمال فکر لا مه کوئ:

Apple Security Dispute Raises Controversy

د مڼو د امنیت د شخړو رپورته اختلاف

Tahrir Square

التحریر مربع

نښه یا وړې گرامري نښې د ګوګل نه لاره ورکه کړي:

Fears Mount for Fate of Syrian NGO Workers, Political Activists

د سوریې د انجیو کارکوونکو، سیاسي فعالان سرنوشت غزه ډار

ملګري‌ ملتونه په رسمیت پیژني خو داعش نه:

UN Set to Air-drop Food to Syrian Area Held by IS

د ملګروملتونو ټولګې ته د هوایي څاڅکی د خوږو د سوریې سیمه کې تسره شو له خوا

هغه محاوروي اصطلاحات چې په امریکا کې مروج دي‌ د ګوګل پښتو ترجمه یې د خندا وړ ده:

We’re back to square one

موږ بیرته مربع یو

Give it a shot

دا تک له ډزو.

A catch 22 situation

د اخستونکي ۲۲ حالت

دا خو له خیاله وباسی چې تاسو به ګوګل ټرانسلیټ باندې د لسمې پیړۍ فارسي ترجمه کړې:

بوی جوی مولیان اید همی

د بوی په وربشو Molly Hemi

د افغان حکومت اجرائیه رئیس په ګوګل کې د پښتو ژباړې د اضافه کېدو په اړه ټول افغان ملت ته د دې سترې بریا مبارکي ویلې او هیله یې څرگنده کړې چې "افغانستان دغه ډول مهم علمي پرمختګونه تل ولري."

په یوه اعلامیه کې ښاغلي عبدالله عبدالله لیکلي دي چې "د پښتو ژبې د لا بډایه کولو، ژوندۍ ساتلو او پراختیا لپاره ګوګل یو مهم ګام پورته کړ،" افغان حکومت به په دې اړه د ګوګل له ادارې سره هم خبرې وکړي او له ټولو هغو ممکنو لارو به کار واخلي، چې ورسره په ګوګل کې پښتو ژباړه تقویه شي.

ښاغلي عبدالله له لیکوالو او ادیبانو غوښتي چې په دې برخه کې لاس په کار شي او هر څوک چې په هره برخه کې هر څومره کولای شي، د پښتو ګوګل ژباړې د پياوړتیا لپاره دې اقدام وکړي.

د افغانستان د معلوماتي‌ ټکنالوجۍ د مسلکي‌ کسانو د ملي‌‌ ټولنې مشر سید مرجان ځاځي د آشنا راډیو د آشناټک په خپرونې کې وویل چې د ګوګل دغه اقدام د اهمیت وړ دی.‌​

سید مرجان ځاځي زیاته کړه چې ګوګل ټرانسلیټ ته د پښتو اضافه کول به د ګوګل د شرکت په نورو خدماتو کې د پښتو ژبې د شاملولو سره مرسته وکړي.‌ هغه د جي میل او د انډراېډ د موبایلو د خدماتو یادونه وکړه چې د ګوګل د شرکت خدمات دي.

ښاغلي‌ ځاځي‌ دا هم وویل چې د ګوګل ټرانسلیټ‌ له طریقه نه یوازې دا چې یو متن ترجمه کولای شو بلکه دا هم کولای شو چې د انګریزي‌ او یا بلې ژبې پوره ویبپانې وژباړو او په پښتو یې ولولو.‌

ګوګل ټرانسلیټ‌ د ګوګل د شرکت هغه برخه ده چې په وړیا توګه د یو ژبې نه بلې ته ژباړه کوي.‌ خو په یوې ژبې کې د ژباړې لپاره دا ضروري‌ ده چې دغه ژبه په ګوګل ټرانسلیټ‌ کې شامله وي.

ګوګل ټرانسلیټ‌ په کال ۲۰۰۶ کې پیل شو.‌ په لومړي‌ سر کې د ژباړې خدمات یوازې په لویو ژبو، لکه انګریزي،‌ روسي،‌ عربي او چینیايي‌ کې وو.

خو، د وخت په تیریدو سره نورې ژبې هم ګوګل ټرانسلیټ‌ ته وراضافه کړل شوي‌ او اوس د پښتو په شمول ۱۱۳ ژبې لري.

ستونزې او نور کار

‌ډیر شمیر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې ګوګل ټرانسلیټ‌ ته د پښتو ژبې د وراضافه کولو په اړه خوشحالي‌ ښودلې ده.

مختار احمد احسان، د لراوبر د ویبپانې د کتابتون چلونکی او د امستردام په پوهنتون کې د اقتصاد د پوهنځی زده کوونکی،‌ د اشناراډیو د آشناټک په پروګرام کې وویل چې ګوګل ټرانسلیټ ته د پښتو ژبې ورزیاتول به د نه یوازې د پښتنو لپاره بلکه د نورو ژبو د ویونکو لپاره هم موثر تمام شي.‌

مختاراحمد احسان وویل چې دی «بې اندازې خوشحال دی.» سید مرجان ځاځی هم خوشحال دی چې پښتو ګوګل ټرانسلیټ ته وراضافه شوې ده خو هغه دا هم وویل چې نور کار هم باید وشي چې پښتو د سیمې د ژبو سره سیاله شي.

خلګو په فسبوک د ګوګل ټرانسلیټ د پښتو د ژباړې ډیر داسې مثالونه ورکړي‌ دي چې ښيي‌ چې ګوګل سمه ترجمه نه کوي.

د آشناټک په خپرونې کې ښاغلی احسان وویل چې «ګوګل ټرانسلیټ‌ هیڅ کله نه شي‌ توانیدلی چې په بشپړه توګه ژباړه وکړي دا ځکه چې دغه ټرانسلیټ‌ یو ماشین دی او هغه ټکي‌ په ټکي‌ ترجمه کوي‌. ‌.‌ .‌ .‌ ژبه یو داسې ساختمان نه لري‌ چې هغه ساختمان دې په یو فورمول کې راټول شي.»

سید مرجان ځاځي‌ وویل په نورو ژبو، لکه فارسي‌ او اردو، کې هم شته د ګوګل ټرانسلیټ‌ ژباړې مشکلات لري. خو ښاغلي ځاځي‌ زیاته کړه چې دا په دې معنی نه ده چې په پښتو کې دې د ګوګل ټرانسلیټ‌ د ستونزو د حلولو لپاره اقدامات و نه شي.‌

ځاځي‌ وویل چې د ګوګل ټرانسلیټ‌ کارونکي‌ کولای شي‌ چې د ستونزو د ختمولو لپاره د ګوګل ټرانسلیټ د کمیونیټي‌ یا ټولنې پاڼې ته ولاړ شي‌ او هلته ترجمې وکړي‌ او ترجمه شوي‌ مطالب ایډیټ‌ کړي.

د پنج شنبې د ماښام د آشناټک په خپرونې کې په دې بحث وشو چې ګوګل ټرانسلیټ‌ ته د پښتو ژبې د زیاتولو اهمیت په څه کې دی،‌ د ژباړې لپاره دغه پاڼه‌ څنګه استعمالولی شو او د پښتو د برخې د غني‌ کولو او لا ښه کولو لپاره باید څه وشي؟‌

د آشناټک خپرونه هره پنجشنبې ته د افغانستان په وخت د ماښام په ۹:۲۰ دقیقو خپریږي.

گوگل ژباړن څه وخت رامنځ ته شو

د ګوګل ژباړې پروگرام لومړی په ۲۰۰۶ کال کې په کار پیل وکړ او په پیل کې یې یواځې په انګلیسي، روسي، عربي او چينايي ژبو ژباړه کوله.

د ګوګل د ژباړې پروگرام تراوسه ۱۰۳ ژبې لري چې ددې جملې څخه ١٣ ژبې د فبرورۍ په اتلسمه ورزیاتې شوې دي چې يوه يې هم پښتو ده.

گوگل ژباړن کاروونکو ته ددې زمینه برابروي چې د نورو ژبو په څیر پښتو هم بلې ژبې ته واړوي او هم له نورو ژبو پښتو ته متن وژباړي.

د غه شرکت په وړيا توگه د ژباړې خدمتونه وړاندې کوي او په خپله اعلاميه کې یې ويلي چې هدف يې د خلکو تر منځ د اړيکو اسانول دي.

څرگنده ده چې هر کار په پیل کې ستونزې لري او د پښتو ژبه د نورو ژبو په څیر لکه فارسي ژبه په گوگل کې د ترجمې او ژباړې پر وخت یو شمیر گډوډ کلیمات وړاندې کوي چې کیدای شي د پوهانو او مینه والو په مرسته ورو ورو اصلاح شي.

XS
SM
MD
LG