نن څلورمه ورځ ده چې په اسلام اباد کې د نقيب الله محسود د وژلو په ضد د زرگونو پښتنو احتجاج روان دی خو په غونډې کې گډونکونکې گیله کوي چې د پاکستان رسنۍ ورته توجه نه کوي.
د پښتون تحریک یو فعال منظور پښتون امریکا غږ ته وویل چې د پاکستان مطبوعات د پښتنو سره مدام تبعیضي چلند کوي.
د امریکا غږ خبریال خلیل خان د منظور پښتون سره مرکه کړي
نقیب الله محسود د جنورۍ په ١٣ د پولیسو په یوې جعلي مقابلې کې ووژل شو. د هغه د محاکمې پرته د قتل په ضد د جنورۍ په ٢٦ په سلگونو پښتنو د بنو نه لاریون پیل کړ او د پېښور او نورو ښارونو نه د تیریدو وروسته اسلام اباد ته راورسیدل.