هند د یکشنبې په ورځ( اکتوبر ۲۹) د ایران د چابهار د بندر له لارې افغانستان ته د غنمو صادرات پیل کړل.
دا لمړنی ځل دی چې هند د سمندر او ځمکې له لارې او پر پاکستان له تېرېدو پرته، افغانستان ته خوراکي توکي لیږدوي.
جنرال سید نذیر چې په اسلام اباد کې د پاکستان د پالیسۍ په یو تحقیقاتي مرکز کې کارپوه دی، امریکا غږ ته وویل چې پاکستان د افغانستان او د هند ترمنځ د تجارت درناوی کوي او دا په هغوي پورې اړه لري چې تجارت په کومه لاره کوي او څومره یې کوي.
د ښاغلي سید نذیر سره د امریکاغږ د همکارې نزرانې یوسفزۍ مرکه واورئ