د چین ولسمشر ژي جن پنګ په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی دی چې له پاکستاني چارواکو سره د انرژۍ او بیخ بنايي پروژو په اړه خبرې وکړي.
دواړه هېوادونه وايي چې د دغه سفر اصلي هدف د پاکستان او چین د اقتصادي دهلیز پروژه ده.
دا د چین هغه پراخ لید لوری دی چې غواړي د ورېښمو لاره بېرته پرانیستل شي او اسیا د ځمکې او اوبو له لارې له اروپا سره ونښلول شي.
پر دغې پروژې ټولټال ۴۶ میلیارده ډالر لګښت راځي او پاکستان هیله مند دی چې په پلې کېدو سره به یې د دغه هېواد د انرژۍ روان بحران ختم شي او پاکستان به د سیمې په یو اقتصادي مرکز بدل شي.
بیجینګ غواړي په پاکستان کې خپله پانګونه زیاته کړي او له دې لاري مرکزي او جنوبي اسیا ته خپله سوداګرۍ او ترانسپورت وغزوي او د امریکا او هند د نفوذ او اغیزو مخه ونیسي.
په پاکستان کې د چین سفیر سن ویډانګ د چین دولتي تلویزون ته وویل بیجینګ وار د مخه له اسلام اباد سره د دواړو هېوادونو د ګټو د ساتلو تړون کړی دی.
خو، د پاکستان په نارامه بلوچستان ایالت کې بیلتون غوښتونکو او د دغه هېواد په نورو برخو کې نور اسلامپاله اورپکو د پرمختګ مخه نیولې ده.
د چین ولسمشر ژی تېر کال غوښته چې پر دغې پروژې د خبرو لپاره پاکستان ته ولاړ شي، خو د پاکستان د حکومت پر ضد مظاهرو یې دا سفر وځنډوه.
د چین ولسمشر ژي به پاکستاني چارواکو ته خپله دا اندېښنه هم څرګنده کړي چې شاید د پاکستان د قبایلو په یو شمېر نا امنه سیمو کې مېشت ترهګر د چین د ژینیانګ ایالت بیلتونپاله مسلمانان وروزي او مرسته ورسره وکړي.
دواړه غاړې به په افغانستان کې د ثبات د راوستلو په اړه هم خبرې وکړي، ځکه چې چین فکر کوي په ګاونډي افغانستان کې روانه نا امني د سیمې راتلوونکې اقتصادي پلانونه ټکني کوي.