د لاس رسي وړ اتصالات

مومند: پاکستان باید افغانستان کې له تیروتنو عبرت واخلي


افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند
افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند وايي چې د افغان طالبانو د تحریک د مشر ملا محمد عمر د مرگ له خبر وروسته یو نوی دور پیل شویدی او دې نوي دور کې پاکستان ته پکار دي چې د مداخلې په ځای د منځگړتوب رول ولوبوي او د خپلو تیرو دریو لسیزو غلطیو نه دې درس واخلي او نور دې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي.

ښاغلي مومند د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې ویلی دي چې د ملا عمر د مرگ نه پس او د طالبانو د نوي امیر د انتخاب سره افغانستان کې سولې ته یو نوی فرصت برابر شویدی، نو ټولو افغان اړخونو ته پکار دي چې د نوي فکر سره کار وکړي او پاکستان ته هم پکار دي چې د طالبانو د قیادت په انتخاب کې خوښې ناخوښې نه ډډه وکړي ځکه چې افغانان به هیڅکله د پردیو په لاس غوره شوی مشر ونه مني .

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:54 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG