د لاس رسي وړ اتصالات

داسې موبایل تلیفون چې بوی لیږدوي


د بوی لیږدوونکي تلیفونونه به کولی شي چې د خپل شاوخوا بوی حس کړي، هغه په ډیجیټل بوی بدل کړي او مقابل لوري ته یې واستوي.
د بوی لیږدوونکي تلیفونونه به کولی شي چې د خپل شاوخوا بوی حس کړي، هغه په ډیجیټل بوی بدل کړي او مقابل لوري ته یې واستوي.

ساینسپوهان د داسې ګرځنده تلیفون په جوړولو بوخت دي چې د غږ او تصویر ترڅنګ بوی هم لیږدوي.

کله چې تاسو په خپل تلیفون کې له چا سره خبرې کوئ، د مقابل لوري غږ د تلیفون د سپیکرونو له لارې اورئ. دا سپیکرونه د "ډیافرام'' په نوم د یوې کوچنۍ وسیلې په مرسته ډیجیټل سیګنالونه په فزیکي اهتزاز بدلوي او دغه اهتزاز بیا ستاسو غوږونو ته د غږ د څپو په توګه رسیږي.

د تصویر لپاره ستاسو د موبایل تلیفون سکرین یو شمېر کوچني ټکي کاروي چې "پیکسل" ورته وايي او درې اساسي رنګونه (سور، زرغون او شین) لري. په مختلفو لارو باندې د دې درې رنګونو په مخلوط کولو سره، ستاسو تلیفون کولی شي تاسو ته تصویر او ویډیو وښيي.

د موبایل له لارې د بوی لیږد

د اورېدلو او لیدلو په څېر د بوی د حس د لیږدولو لپاره هم چاره شته. ساینسپوهان د ډیجیټل بوی د ټکنالوژۍ په جوړولو بوخت دي. دا ټکنالوژي یو شمیر مختلف کارتریجونه کاروي او هر یو یې ځانګړی بوی لري. لکه څنګه چې پیکسلونه د درې رنګونو په مخلوط کولو سره تصویرونه رامنځته کوي، د بوی کارتریجونه کولی شي مختلف بویونه رامنځته کړي.

هماغسې چې ستاسو په تلیفون کې تصویرونه د ډیجیټل کوډونو پر اساس د پیکسلونو له یوې مجموعې څخه جوړ شوي، په نویو تلیفونونو کې به د بوی حس هم له ډیجیټل کوډونو څخه جوړ وي. هر بوی ځانګړی ترکیب لري چې په کارتریج کې د اجزاو له مختلف مقدار څخه جوړ شوی دی.

کله چې تاسو د ډیجیټل بوی کوډ ترلاسه کوئ، ستاسو تلیفون په کارتریجونو کې موجود د مختلفو بویونو لږ مقدار مخلوط کوي ترڅو مطلوب بوی رامنځته کړي. دا مخلوط بیا له تلیفون څخه د یو کوچني هوا کش له لارې خارجیږي او ستاسو تر پوزې رسیږي.

په همهغه څېر چې د سرو، زرغونو او شنو پیکسلونو له مخلوط څخه بې شمېره رنګونه رامنځته کیږي، یوازې د څو کارتریجونو په کارولو سره به ستاسو تلیفون احتمالا وکړای شي چې ګڼ شمېر مختلف بویونه رامنځته کړي.

څېړونکو او شرکتونو له وړاندې د ډیجیټل بوی په رامنځته کولو باندې کار پیل کړی دی.

د بوی لیږدونکي تلیفون د جوړولو ستونزې

د بوی لیږدونکي تلیفون د جوړولو په وړاندې لومړنۍ ننګونه د داسې یو سیستم رامنځته کول دي چې له مخې یې د محدود شمیر کارتریجونو په کارولو سره په زرګونو بویونه تولید کړای شي.

بله ننګونه ددې خبرې معلومول دي چې بوی باید څومره پیاوړی وي او موبایل تلیفون یې د څومره وخت لپاره د کوچني هوا کش له لارې خارج کړي.

همدارانګه تلیفونونه باید وکړای شي چې د خپل شاوخوا بوی حس کړي، هغه په ډیجیټل بوی بدل کړي او مقابل لوري ته یې واستوي. د کارتریجونو دوباره ډکول باید اسانه وي او داسې کیمیاوي مواد پکې استعمال شي چې بوی کول یې انسان ته ضرر ونه رسوي.

ساینسپوهان وايي، دغو ننګونو په دې برخه کې د تحقیقاتو لپاره ستونزمنه خو په زړه پورې فضا رامنځته کړې ده.

په دې برخه کې تحقیقات روان دي او هغه ورځ لیرې نده چې د موبایل تلیفون له لارې د خپل ملګري د غږ اورېدلو او تصویر لیدلو ترڅنګ د هغه د پخلي بوی هم حس کړئ.

ددې مطلب په چمتو کولو کې د اسوشیتد پرس اژانس له معلوماتو استفاده شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG