د لاس رسي وړ اتصالات

د لوګر ځوانانو د سویل ختیځ زون د فوټسال اتلولي وګټله


د افغانستان د سویل ختیځ زون د فوةسال سیالۍ د لوګر په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د افغانستان د سویل ختیځ زون د فوةسال سیالۍ د لوګر په اتلولۍ پای ته ورسېدې

په خوست ولایت کې د افغانستان د سویل ختیځ زون د فوټسال سیالۍ د لوګر ولایت د ځوانانو د لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدلې.

په دغو سیالیو کې د خوست او لوګر برسېره د پکتیا او پکتیکا منتخبو ټیمونو برخه لرله.

د خوست په کوربتوب دا د فوټسال لومړنی ټورنمنټ و چې سیالیو یې یوه اونۍ دوام وکړ.

د فوټسال دغه ټورنمنټ چې د ځوانانو راډیو په مالي لګښت جوړ شوی و، مسئولین یې وايي چې موخه یې د مستعدو لوبغاړو موندل او د فوټسال لوبې ته وده ورکول و.

د فوټسال ددغو سیالیو مسئول امید یوسفزی امریکا غږ ته وویل: "دا چې د لومړي ځل لپاره ځوانان دلته دا لوبه کوي، نو ځکه زیات خوښ ول. مثلآ له لیرې پکتیا څخه هم ځوانان راځي. زموږ موخه سالم رقابت او د پټو استعدادونو را برسیره کول دي، هغه که د افغانستان په هره سیمه کې وي."

فوټسال لوبه په افغانستان کې تر ډېره نوې بلل کیږي. په خوست کې د فوټسال لوبغاړي وايي په هغه اندازه چې ښايي ټورنمنټونه نه جوړیږي.

لوبغاړي ذبیح الله یوسفزي امریکا غږ ته وویل: "تاسو خبر یاست چې د فوټسال لوبې په خوست کې بیخي کمې دي او دا لومړی ځل دی چې د فوتسال ټورنمینټ جوړ شویدی، موږ ټول لوبغاړي ډېر خوشحاله یوو او د نورو لوبو هیله لرم."

بل لوبغاړی محمد شیرزاد په خوست کې جوړ شوی ټورنمنټ اغېزمن بولي. هغه وویل: "دغو لوبو زموږ د پرمختګ سره مرسته وکړه او موږ نور مجبور یو چې پوره تیاری د راتلونکو لوبو لپاره ونیسو."

د فوتسال ټیم د لوبې ډله ایزه ننداره
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:40 0:00

وروسته له هغه چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د روان کال په اپریل کې قرغزیستان ته ۵ پر ۲ ګولونو ماتې ورکړه، د همدې کال نړیوال جام ته هم ورسېده.

د فوټسال ملي ټیم تر دې بریا وروسته په کور دننه په لوی شمېر ځوانانو دې ته مخه کړېده. د فوټسال روزونکي وايي که پر وخت د افغان لوبغاړو ملاتړ وشي، لیري نده چې زیاتې بریاوي به د افغانستان په نوم کړي.

ددې لوبې روزونکي له مسئولینو څخه غواړي چې د لوبغالو د جوړولو تر څنګ، د ولایاتو د ځوانانو تر منځ هم سیالۍ زیاتې کړي.

د خوست فوټسال کمېټې مسئول نبي عزیزي امریکا غږ ته وویل: "زموږ هیله دا ده چې دغه ټورنمینټونه لا زیات شي، لوبغالي راته جوړ شي او تر څنګ یې ولایتي لوبډلې بل ولایت ته د لوبو په موخه ولیږي، دا به د فوټسال د لوبې له غوړېدا سره مرسته وکړي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG