د لاس رسي وړ اتصالات

د شدادی ښار سقوط د اسلامي دولت لویه ماته گڼل شوي


د سورېې یاغیانو چې د امریکا هواېې ځواکونومرسته هم ورسره وه تیره میاشت ېې د اسلامي دولت د وسله والو کسانو پرضد مهمه کامیابي تر لاسه کړه او د سورېې په شمال ختیځ کښې د شدادی ښار یې خپله قبضه هم ټینگه کړه.

د شدادي ښار د کنټرول دپاره سخت جنگ وشو . دغه ښار په هغه سړک کې موقیعت لری چې د اسلامي دولت تر کنټرول لاندی دوه مهم ښارونه سره نښلوي.

محمد کرورزیطا چې د سورېې د ډیموکراټیکو ځواکونو یو سرتیري دی داسي وویل " دوه زره او څلور سوه کیلو متره مربع ساحه مو آزاده کړه. اوس موږ د ښار په منځ کې یو، د رقا او د موصل ترمنځ سړک اوس تړل شوي دی"

د شدادې ښار د لاسه ورکول نه یواځي د ا سلامي دولت دپاره یو ستراتیژکه ماتې ده، بلکه په اقتصادي لحاظ هم ورته لوی تاوان دی ځکه چې دغه ښار د اسلامی دولت د وسله والو دپاره د پیسو مهه منبع وه.

شداده په روایتې توگه د عربانو ښاردی خوعربانو او کردانو دواړو په گډه سره کار وکړ، چې د اسلامي دولت وسله والو ددغه ښار څخه وباسي.

محمد حامد الااسد چې یو قومي مشر دی، داسي وویل" له یو څه وخت راهیسې د سورېې ډیموکراټیک ځواکونو د سورېې د ځینو قبایلو لکه جبور، حاجیدت، او بگاره څخه پلانونه جوړول. پلان دا و چې د اسلامي دولت ویره د ټولنې څخه لیری کړل شي. د جنگیالو او د قبایلو نه مننه چې د شدادی ښار ېې آزاد کړ"

د اسلامي دولت نښي نښانې اوس هم په ښار کې لیدل کیږی.

د امریکا غږ خبریال زینا عمر واېې " په یوه دیوال لیکل شوي، څوک چې د الله ج تر قانون لاندې ژوند نه کوي هغه به کافر وگڼل شي، ددی شعار له لاري د اسلامي دولت وسله والو ډیر خلگ ووژل"

ابو شادي د شدادې د ښار یو اوسیدونکې دی . هغه وایي " موږ د داعش دلاسه ډیر وځپل شو. هغوي زما د اکا د زامونو او د نورو خپلوانو سرونه غوڅ کړل، او دغه راز ېې د شدادی په ښار کې ډیر خلک ووژل"

د اسلامي دولت ځواکونو د غلامانو بازار هم جوړ کړی و، او په هغه کې د یزیدی او د سورېې ایسراېې ښځي چې دوي سره برمته وې دغه بازار ته ېې را قاچاق کولې.

وادها اسحاق، چې د کردي ځواکونو یو جنگیالی دی واېې چې د هغه مور او پلار هم د اسلا مي دولت وسله والو برمته کړي و. " زما کورنۍ هغوي نیولې وه. زما هدف دا و چې د هغوی لخوا بدل واخلم او دغه سیمه آزاده کړم. زه په خپل هدف کې کامیابه شوم او د ا کار ما خوشحاله کوي"

د امریکا په مشري د ایتلافي ځواکونو ویاند ددی ښار بیا نیول یو ستراتیژک کامیابې بللې، او د اسلامي دولت ډلی ته د ماتې ورکولو دپاره ېې یو گام بللې دی.

XS
SM
MD
LG