غوره شوي عکسونه

۱
په پولنډ کې د اشویتس د اجباري کار کمپ څخه ژوندي پاتې شوي کسان او د قربانیانو کورنۍ هر کال د جنورۍ په ۲۷مه، چې د هولوکاست نړیواله ورځ ده، د دې تاریخي ځای لیدنه کوي.

۲
هغه فلسطینیان چې د جګړې پر مهال د غزې جنوب ته کډه شوي وو، د اوربند تر ټینګیدو وروسته د غزې په شمال کې خپلو کورونو ته بېرته ستنیږي.

۳
د اسرائیل او حماس ترمنځ د ۱۵ میاشتو جګړې وروسته د اوربند په ټینګېدو سره، بېځایه شوي فلسطینیان د هرې ممکنه نقلیه وسیلې په مرسته خپلو کورونو ته د ستنېدو په حال کې دي

۴
د امریکا د کورني امنیت مامورین د پورتوریکو په سن خوان ښار کې په بې اسناده کډوالو پسې ګرځي