د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي د امریکا هر بندیز ته به مناسب ځواب ورکړي


حسن روحاني ویلي چې د امریکا نوي بندیزونه د اټومي موافقې خلاف دي
حسن روحاني ویلي چې د امریکا نوي بندیزونه د اټومي موافقې خلاف دي

د ایران جمهور رئیس ویلي چې هیواد یې د امریکا د متحده ایالاتو په وړاندې ولاړ دی او پر تهران باندې د هر ډول نوي بندیز په بدل کې به ورته عمل وکړي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني وویل "د امریکا له خوا د نویو بندیزونو د لگولو په صورت کې به د ایران ستر ملت هم مناسب ځواب ورکړي". خو هغه د ایران د ممکن چلند په هکله جزییات ور نه کړل.

د امریکا متحده ایالاتو د سه شنبې په ورځ پر ١٨ ایرانیانو او کمپنیو نوي بندیزونه ولگول.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دوه ډلې چې بندیزونه پرې لگول شوي د سپاه پاسداران سره اړیکې لري او دغه ډلې د ایران د بالستیکي راکټونو په پلټنو او ودې کې دخیلې وې.

همداشان پر څو ایرانیانو باندې په منځني ختیځ کې "د ثبات د گډوډولو" په تور بندیزونه لگول شوي دي.

ددې نویو بندیزونو پر اساس په متحده ایالاتو کې ددغو کسانو او بنسټونو پانگې کنگل کیږي او امریکیان د هغوی سره له راکړې ورکړې منع شپوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو همداشان ایران ته خبرداری ورکړی چې د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو سره د اټومي موافقې نه د سرغړونې له پایلو سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG