د ننگرهار د متحدو قومونو نماینده، حاجي گل میران دولت زی وایي طالبان به د ولس زور ته تسلمیږي.
جمهورریس غنی په جلال اباد کې قومي مشرانو ته ویلي، ورشئ د طالبانو سره وغږیږئ چی سوله وکړي ځکه چې هغوی، اوس تاسو (ولس) سره جنگږي.
د ننگرهار د متحدو قومونو نماینده، حاجي گل میران دولت زئ چې د کوچیانو ریس هم دی وايي، اوس چې ولس په دی پوه شوی چې جمهورریس غنی دومره خپلواک دی چې د طالبانو سره اوربند کولی شي نو خامخا به یې په څنگ کې دریږي.
دولت زی وايي جمهورریس خو اوس د طالب قوت ومانه، په شرعي نظام کې ورته حقوق ورکوي نو طالب به ولې د ولس زور ته نه تسلمیږي ؟
گل میران دولت زی وايي په درې ورځني اوربند کې په خپل میلمستون کې ویده وم چی مسلح طالبان را ننوتل ویل یې:
"مونږ ددې ورځې په ارمان وو چې دلته راشو، کومه خوشحالي چې طالبانو او جمهورریس غنی رابخښلې ما په تیرو څلویښتو کالونو کې نه وه لیدلې".
د حاجي گل میران دولت زي سره د زیبا خادم مرکه دلته اوریدلئ شئ