د لاس رسي وړ اتصالات

آیا ډير انټرنټ کارول روغتیا ته تاوان رسوي؟


اوسمهال د ټولې نړۍ ۶۰ سلنه نفوس انټرنټ ته لاسرسی لري
اوسمهال د ټولې نړۍ ۶۰ سلنه نفوس انټرنټ ته لاسرسی لري

سره له دې چې انټرنټ د انسانانو لپاره د ژوند ګنې اسانتیاوې برابرې کړي، ځینې ستونزې یې هم پیدا کړي چې له یوه یې په انټرنټ باندې روږدي کیدل دي.

شمیرې ښيي چې اوسمهال د ټولې نړۍ ۶۰ سلنه نفوس انټرنټ ته لاسرسی لري او په پرمختللو هیوادونو کې د کمپیوټرونو سربیره ګڼو نورو ځیرکو وسایلو کې کارول کیږي او خلک یې د کور، دفتر او ښوونځي سربیره په ګڼو نورو ځایونو کې استعمالوي.

په انټرنټ باندې روږدي کیدل او د هغې نه زیږنده رواني ستونزو کارپوهان دې ته اړ کړي چې په انټرنټ روږدي کیدلو څخه د ځوانانو ژغورلو لپاره لارې چارې ولټوي.

د ترکیې د معلوماتي او ټکنالوژي اتحاديې رئیس، رحمي آقتیپي امریکا غږ ته وویل: په انټرنټ روږدي کیدل یو ډول جسمي او رواني بیماري ده. دغه اعتیاد د نورو اعتیادونو څخه ډیر توپیر لري او ډیر خطرناک هم دی ځکه چې ځینې وخت له دغه ډول اعتیاد څخه رامنځ ته شوې ستونزه ډیره غټه وي.

د ټکنالوژۍ د برخې ځینې نور کارپوهان بیا دغه ډول اعتیاد ته د ټکنالوژۍ اعتیاد وایي.

ښاغلی یازیچي وایي چې د سلفي عکسونو اخیستل او تل په موبایلونو کې مصروف پاتې کیدل د ټکنالوژی د اعتیاد یوه نښه ده.

هغه وویل: "دا یو ډول رواني بیماري ده، خو طبي درمان نه لري. باید په اړه یې ډیرې عمیقې څیړنې وشي. هغه زیاتوي چې لا معلومه نده چې دغه ډول اعتیاد به څه ډول ستونزې رامنځته کړي خو یوه خبره واضحه ده چې په ماشومانو یې اغیزې بدې دي."

ښاغلي آقتیپي بیا وایي چې مور او پلار دې پخپله هم د ماشومانو په وړاندې ډیر موبایل نه کاروي او په کورنیو کې د خپلو ماشومانو عمرونو ته په کتلو دې د هغوي د موبایل کارولو موده کمه کړي. یواځې یو یا دوه ساعتونو لپاره دې ورته اجازه ورکوي او هغوي دې څاري.

د روغتیا نړیوال سازمان د حد څخه زیات د انټرنټ کارول د روغتیا یو مهمه ستونزه بللې او ویلي یې دي چې په انټرنټ باندې روږدي کيدل، په کمپیوټر او نورو ځیرکو وسایلو کې لوبې کول، کولی شي د انسان په روغتیا باندې منفي اغیزې ولري.

XS
SM
MD
LG