د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري کلینټن: د جمهوري ریاست انتخاباتو ته درېږم


د څو میاشتو آوازو وروسته د امریکا پخوانۍ سناتورې، د باندنیو چارو وزیرې او د پخواني ولسمشر بیل کلینټن میرمن، هیلري کلینټن د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته دریږي.

میرمن کلینټن خپل اعلان چې ډیر وخت ورته انتظار کیدی، په ټولنیزو رسنیوو کې په یوې ویډیو کې وکړ او ژمنه یې وکړه چې د امریکا د مینځنۍ طبقې د خلګو دپاره به کار کوي.

میرمن کلینټن وویل "هره ورځ امریکایان یوه مدافع ته اړتیا لري او زه غواړم چې هغه مدافع واوسم تر څو تاسو تر دې ډیر پرمختګ وکړیْ. تاسو کولای شیْ چې پرمختګ وکړیْ. امریکایانو د سختو اقتصادي حالاتو سره مقابله وکړه او ددغو حالاتو څخه راووتل خو اوس هم سیستم د بډایوو امریکایانو په ګټه دی."

میرمن کلینټن لومړۍ ډیموکراته ده چې د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو دپاره یې د کاندیدی اعلان کړی دی او غواړي چې د ولسمشر اوباما پر ځای چې هغې ته یې په ۲۰۰۸ کال کې ماتې ورکړه، د امریکا ولسمشره شي.

د عامه افکارو سروې ګانې ښيي چې میرمن کلینټن به هر بل ډیموکرات کاندید ته ماتې ورکړي او د ۲۰۱۶ کال انتخابات به هم د جمهوري غوښتونکو څخه وګټي.

خو د جمهوري غوښتونکو د ګوند د ملي کمېټې ریْس رانیس پریبس د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه په دې باور دی چې رای ورکونکي پر کلینټن باندې اعتماد نلري.

که چیري میرمن کلینټن انتخابات وګټل، نو لومړنۍ میرمنه به وي چې د امریکا ولسمشره کېږي. هغه پلان لري چې خپل کمپاین د آیوا او نیوهمپشیر په کلیدي ایالتونو کې چې ابتدايي انتخابات په کښي کېږي، پیل کړي.

XS
SM
MD
LG