د لاس رسي وړ اتصالات

د مڼې پوستکې د بدن غړي قوي کوي


د مڼې پوستکې د بدن غړي قوي کوي
د مڼې پوستکې د بدن غړي قوي کوي

په امریکا کې مشهور متل دی چې که څوک یوه مڼه هره ورځ وخوري نو په ژوند کې به ډاکټر ته ولاړ نشي.

د مڼې خوړل روغتیا ته ډیره ګټه لري خو په یوې تازه څیړنې کې ښودل شویده چې د مڼې په پوټکي کې داسې کیمیاوي مواد شته دي چې د بدن غړي قوي ساتي او دیته یې نه پریږدي چې کمزوري شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د آیوا د ایالت په پوهنتون کې پروفیسر کریس ایډمز او د څیړنې نورو ملګرو یې هغه کیمیاوي مواد چې د مڼې په پوستکې کې پیدا کیږي او "ایرسالیک" نومیږي، د خواړو سره یې ګډ کړل او بیا یې هغو مږکانو ته ورکړل چې دوي په لابراتوار کې د څیړنو لپاره ساتلي وو. پروفیسر ایډمز د خپلې تجربې نتیجه داسې اعلان کړه.

" د څیړنو په نتیجه کې مونږ ته دا مالومه شوه هغو موږکانو چې د خواړو سره یې د مڼو د پوستکو څخه لاسته راغلي کیماوي ګډ شوي وي، د هغوي د بدن غړي د نورو په پرتله غټ او هم قوي وو. او مهمه او په زړه پورې خبره خو دا ده چې د د دغو مږکانو غړي قوي او غټ ؤ مګر د هغوي په وزن یې کومه اغیزه نه وه کړې یانې وزن یې د نورو مږکانو په پرتله نه ؤ زیات شوی. "

پروفیسر ایډمز وایي د څیړنې هدف یې دا ؤ چې د مڼې د پوستکې نه په لاس راغلي کیماوي مواد د انسان په غړو باندې څه اغیزه کولی شي.

د بدن د غړو کمزوري یوه عمومي ناروغي ده چې د ولږې او ځینو نورو جدي ناروغیو لکه سرطان، شکر او د ایډز نه پیدا کیږي، پدې ناروغۍ کې د انسان د بدن غړي کمزوري کیږي او د حرکت نه ولیږي.

ایډمز همدارنګه وایي چې د بدن دغړو کمزوري کیدل یوه عمومي او جدي ناروغي ده او د تداوۍ لپاره یې هم تر اوسه درمل ندی پیدا شوی او وایي چې خپلو څیړنو ته به همداسې ادامه ورکړي تر څو د دغې ناروغۍ لپاره دارو درمل پیدا کاندي.

څیړونکو په موږکانو باندې یوه بله تجربه هم وکړه، لومړی یې مږکان په دوه ګروپونو وویشل او دواړو ګروپونو ته یې خواړه کم کړل تر څو موږکان د خوراک د کموالي له وجې وزن وبایلي او د بدن غړي یې کمزوري شي.

داکټر اډیمز یو ځل بیا وایي څه موده وروسته چې د ټولو موږکانو وزن کم شو نو بیا یې هغوي ته بیرته خواړه پیل کړ، د یوې ډلې موږکانو په خواړو کې یې هغه مواد ورګډ کړل چې د مڼې د پوستکي نه په لاس راځي او بلې ډلې ته یې عادي خواړه ورکول او دا ورته مالومه شوه چې د هغو موږکانو د بدن غړي ژر بیرته قوي شول چې په خواړو کې یې ارسالیک اسید اسید یا د مڼو د پوستکو نه په لاس راغلي کیماوي مواد ور ګډ شوي ؤ نسبت هغو ته چې عادي خواړه ورته ورکو کول کیدل.

" ارسالیک اسید د هغو هورمونونو سره مرسته کوي چې زمونږ د بدن غړي قوي کوي او په همدې خاطر هغه موږکان ژر بیرته قوي شول چې په خواړو کې یې ارسالیک اسید ګډ شوي وو. "

د مڼې پوستکې د بدن غړي قوي کوي
د مڼې پوستکې د بدن غړي قوي کوي

داکټر ایډمز وایي چې هغوي تر اوسه په پوره ډول دا موضوع نده څیړلې چې آیا ارسلیک اسید د بدن غړي د کمزوري کیدو نه ساتي او که نه او پدې خبر هم ټینګار کوي چې هغوي یوازې د موږکانو باندې دا تجربه کړیده او د هغوي دا تجربه په انسانانو باندې عملې کیدلی نشي.

خو رپوټ وایي ممکن چې ارسالیک اسید د انسان د بدن غړي هم قوي کاندي او د کمزوري کیدو نه یې وساتي. ارسالیک اسید د مڼې او ناک په پوستکو ، آلوبخارا او پودینې کې پیدا کیږي ، همدارنګه په ځینو افریقایي او آسیایي هیوادونو کې حکیمانو ارسالیک اسید په ځینو بوټو کې پیدا کړی او د شکر د ناروغۍ لپاره ترې درمل جوړوي. ډاکټر ایډمز او ملګرو یې هم ارسالیک اسید په موږکانو کې پیچکاري کړ او دا ورته مالومه شوه چې د هغوي په ویني کې یې قندي مواد زښته زیات کم کړل او د دې نه مالومیږي چې ارسالیک اسید د شکر د ناروغۍ لپاره ښه درمل کیدلی شي.

XS
SM
MD
LG