د لاس رسي وړ اتصالات

د واده سند مې مور لاس لیک کړی وو - کتلین برنز


د واده سند مې مور لاس لیک کړی وو - کاتلین برنز
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:34 0:00

کتلین وايي چې ډیر افسوس کوي چې له ښوونځي فارغه نشوه.

کتلین برنز تقریبآ ۱۴ کلنه وه چې له ۳۰ کلن "بین برنز" سره یې واده وکړ.

له واده یې څو کاله تیریږي خو کتلین د واده هیڅ اسناد نه لري، نوموړې وايي چې خور یې د واده ګوته (چله) ورڅخه پټه کړې ده.

د کتلین د واده سند د هغې مور لاس لیک کړی دی، ځکه هغه وخت امیدواره او لا اتلس کلنه شوې نه وه.

د کاتلین د ژوند کیسه

کاتلین برنز د تینیسي په دایرزبرګ کې اوسیږي.

تل کار کوي او د خپلې لور او خاوند پالنه کوي، او ځیني وخت له خپلو ملګرو سره وخت تیروي.

نږدې ۱۴ کلنه وه چې له خپل اوسني خاوند وین برنز سره اشنا شوه چې بیا وروسته یې ورسره واده هم وکړ.

کتلین وايي "هغوی (د میړه کورنۍ) زموږ په ګاونډ کې اوسیدل، له کورنۍ، ملګرو او خویندو سره یې اشنا شوم".

له څه مودې وروسته له وین برنز سره یې اړیکې زیاتې شوې او مینه یې ورسره پیدا شوه. کتلین وايي په ډیر کم عمر کې امیندواره شوه او له وخته مخکې واده کولو ته اړ شوه. کله چې لور یې "زینا" پیدا شوه، ژوند کول ورته نور هم ګران شول ځکه خاوند ورڅخه بیل کړای شوی وو او پیسو ته یې اړتیا لرله.

تر ۱۱ ټولګي یې زده کړې کړې وې خو د ستونزو له کبله یې درس ته دوام ورنکړ.

کتلین وايي "زما مور هر وخت له ما پوښتنه کوي چې لور به دې پریږدې چې له یو داسې کس سره واده وکړي چې عمر یې ډیر وي؟"

کتلین وايي چې مور ته یې وویل"احتمالا نه".

کتلین وايي چې ډیر افسوس کوي چې له ښوونځي فارغه نشوه.

کتلین وايي مخکې نه پوهیدمه او اوس هیڅ شی بدلولای نشي.

XS
SM
MD
LG