جنرال عبدالرازق په ۱۳۵۸ کال کې د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې زېږېدلی و.
رازق خپله لومړۍ رسمي دنده د حامد کرزي په دوره کې د سرحدي پولیسو د مشر په توګه پیل کړې وه. په قوم اڅکزي جنرال رازق په کندهار او شاوخوا سیمې کې پراخ قومي او امنیتي نفوذ درلود.
رازق راز د طالب جنګیالیو سرسخته دښمن ګڼل کیده. هغه تر خپل نفوذ لاندې سیمو کې آن د طالب اسیرانو د وژلو امر کړی و. طالبانو پخوا هم ډیر ځلي د رازق د وژلو اقدام کړی و.
پر جنرال رازق د بشري حقونو د سرغړونې پراخ تورونه هم لګول شوي دي. هغه پدې تور و چې شخصي زندانونه یې لرل. خو جنرال رازق پدې توانیدلی و چې د افغانستان یوه ډیر ناامنه سیمه، کندهار او شاوخوا سیمې، کې نسبي امنیت ټینګ کړي.
نور پورته کول