د لاس رسي وړ اتصالات

د فیسبوک مصنوعي ذکاوت د کارونکي څېره پیژندلی شي


فیسبوک د څېری د پيژندنې په سیستم کې ښه والی راوستی دی. که د فیسبوک کوم بل کارونکی ستاسو عکس ستاسو له اجازې پرته واخلي او په خپل نامه یې خپور کړي، فیسبوک تاسو ته اطلاع درکوي.

همدارنګه که دفیسبوک کوم کارونکی چې ستاسو ملګری وي او داسې عکسونه چې ستاسو نه خوښیږي په فیسبوک کې خپروي او حتی تاسو "تګ " کوي هم نه، فیسبوک یې په هکله تاسو ته معلومات درکوي.

تاسو نشی کولی چې د خپل ملګري له صفحې څخه هغه عکس چې نه مو خوښیږي، لرې کړئ، خو کولئ شئ چې په هکله یې فیسبوک ته شکایت وکړئ او فیسبوک ستاسو د شکایت له لوستلو او ارزونې وروسته پریکړه کوي.

په فیسبوک کې د څېرې د پیژندنې د سیستم انکشاف له نابینا کسانو سره مرسته کوي چې په فیسبوک کې د نشر شوو عکسونو په هکله دقیق معلومات ترلاسه کړي.

فیسبوک د مصنوعي ذکاوت په مرسته په عکسونو کې موجود کسان د غږ په خپرولو سره معرفي کوي، په ځینې مواردو کې د عکس موقعیت او فضا هم تشریح کوي. دا کار به له نابینایانو سره مرسته وکړي چې په فیسبوک کې له نشر شوو محتویاتو استفاده وکړي.

د څېرې د پېژندنې تکنالوژي په ۲۰۱۰ کال کې په فیسبوک کې اضافه شوه خو ډیره ابتدايي بڼه یې درلوده او یواځې په عکسونو کې د موجودو کسانو هویت یې ښوده.

فیسبوک د روان کال د ډسمبر د میاشتې په ۱۹ مې نيټې د څېرې د پيژندنې نوی سیستم معرفي کړ.

د فیسبوک چارواکي وايي، دغه سیستم به د فیسبوک له ټولو کارونکو سره مرسته وکړي چې په دغې شبکې کې له نشر شویو محتویاتو ښه استفاده وکړي.

فیسبوک چې په ۲۰۰۴ کال کې یې فعالیت پیل کړی تر اوسه په کې ډیر تغیرات راغلي او فعالیت یې ښه شوی.

XS
SM
MD
LG