مریم امرخېل په افغانستان کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کړي او د افغانستان په لېرې پرتو سېمو کې یې د کوچیانو د ماشومانو دپاره ګرځنده ښوونځي پرانیستي دي.
خو اوس په جرمني کې اوسیږي. وايي، د طالبانو له راتګ سره یې هر څه له لاسه ورکړل، په کور کښیناسته او کډوالۍ ته غاړه ایښودل ورته د ژوند تر ټولو سخته پرېکړه وه.
مریم امرخېل امریکا غږ ته هغه ورځې یادې کړې چې دا له وطن څخه وتلو ته مجبوره شوه: "هغه ورځې دومره سختې وې چې زه نه شم ویلی. کله چې یې را یادوم نو ډېر بد احساس کوم، ډېره مایوسه کېږم."
مریم امرخیل له کلونو راهیسې د «کېږدۍ» تر عنوان لاندې د افغانستان د کوچیانو ماشومانو ته ګرځنده ښوونځي فعال کړي دي.
وايي د افغانستان په نږدې لسو ولایتونو کې ۱۰۱۲ ماشومانو ته د همدغه ښوونځیو له لارې زده کړه ورکوي چې نجونې یې هم ډېره برخه جوړوي.
مریم وايي، ژوند يې په سختیو او بې وزلۍ کې تېر کړ خو حوصله یې له لاسه ورنکړه او د خپلو هلو ځلو په مټ یې نه یوازې خپله کورنۍ وساتله بلکې د افغانستان ډیرو نورو ښځو ته یې د کار روزګاره زمینه برابره کړه.
هغې وویل: "داسې وخت هم راغلو چې موږ د خوړلو لپاره څه نه لرل ځکه د کور ګټیالۍ یوازې زه وم، پلار مې مریض و، خویندې او وروڼه مې واړه وو. ما له خپل کار څخه خپله کورنۍ او د خپل ښوونځي لګښتونه سمبالول او شاوخوا ۱۰۰ مېرمنو ته مې د غالیو اوبدلو په برخه کې د کار زمینه مساعده کړې وه."
امرخېل وايي د کډوالۍ ژوند او د افغانستان روان وضعیت یې ځوروي. وايي: "د بې وطنۍ زجر یو، د نجونو د زده کړو زجر بل او له کاره د ښځو منع کول بل زجر. هره ورځ یو نوی امر او د مایوسۍ خبر. دا هره ورځ د وطن د نولس میلیونه خلکو د لمنځه تللو هڅه ده."
د افغانستان اوسنیو واکمنانو ته د پیغام په توګه هغې وویل: "ستا د وطن ښځې دي، د بل وطن خو نه دي، ستا د خپل وطن لوڼې دي او ته څنګه خپلې لوڼې له خپلو حقونو محروې. له هغوی سره ستا څه دښمني ده؟ دا خو ستا د کور ښځې او لوڼې دي، ته یې ولې پر مخ د ښوونځیو او پوهنتون دروازې بندوې."
دا وایي د کوچیانو ماشومانو ته د ګرځنده ښوونځيو پروژه یې یوازینۍ پاتې هیله ده او تمه لري چې په نږدې راتلوونکي کې به دا پروژه نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
هغې وویل: "موږ چې کوم امکانات لرو هغه ډېر کم دي خو د کوچي ماشومانو د زده کړو جذبه ډېره زیاته ده. دوی په ډېرې علاقه مندۍ درس وایي. خو د نجونو د ښوونځیو تړلو د دغه نجونو زده کوونکو په روحیه هم بد تاثیر کړی دی. له ما هر وخت پوښتنه کوي چې موږ خو ډېره هڅه کوو چې ډاکترانې او انجینرانې شوو خو طالبانو چې ښوونځي تړلي نو موږ خو له شپږم ټولګي پورته نه شو تللی. زه ورته ډاډ ورکوم چې تاسې مو درس ووایئ او ان شاءالله سږ کال به ښوونځي بیرته خلاص شي."
په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته نه یوازې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې بلکې د مریم امرخېل په څېر داسې پیغلې هم د وطن پرېښودو ته اړې شوې چې لوړې زده کړې یې کړې وې او د خپل ځان او خپلو کورنیو ترڅنګ یې افغانستان ته د خدمت کولو فکر درلود.