د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن شنبه جولاۍ ۹ (چنګاښ۱۸) په یوې اعلامیې کې د نړۍ مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي ورکړې.
ښاغلي بایډن په اعلامیې کې ویلي پداسې حال کې چې د کرونا وبا د خپریدو د مخنیوي لپاره محدودیتونه پخپل حال پاتې خو د ۲۰۱۹ کال راپدیخوا به د نړۍ مسلمانان د لومړي ځل لپاره وکړی شي په سعودي عربستان کې د حج مراسم تر سره کاندي.
د امریکا جمهور رئیس وویل، "جل (د جمهور رئیس بایډن میرمن) او زه په ټولې نړۍ او متحده ایالاتو کې مسلمانانو ته خپلې تودې مبارکۍ استوو چې عیدالاضحی (لوی اختر) لمانځي".
جو بایډن په لوی اختر کې د قربانۍ په هکله ویلي چې د خدای (ج) د رضا لپاره د نادارو سره د قربانۍ شریکول د "نننۍ نړۍ د ستونزو سره د مبارزې کولو لپاره زمونږ ګډه ژمنه څرګندوي".
ښاغلي بایډن سعودي عربستان ته سږ کال د ۲۰۱۹ کال راپدیخوا د لومړي ځل لپاره د بهرنیو هیوادونو څخه د حاجیانو د تګ په هکله ویلي چې دا د هغه پرمختګ نښه ده چې د کرونا وبا پر ضد مبارزې کې شوی.
په اعلامیې کې راغلي، "راځئ ټول د دې فرصت څخه ګټه واخلو او د سولې لپاره کار کولو او د غریبو خیال ساتلو لپاره خپلې ژمنې تازه کړو او د ټولو خلکو لپاره د ښه فرصت او غوره ژوند غوښتنه وکړو".
د ۲۰۱۹ کال راپدیخوا چې د کرونا وبا د لومړي ځل لپاره په ټولې نړۍ کې خپره شوه او د نورې نړۍ په شان سعودي عربستان هم د خلکو په تګ راتګ بندیزونه او محدودیتونه وضع کړل، د لومړي ځل لپاره د نورو هیوادونو څخه خلکو ته اجازه ورکړل شوې چې سعودي عربستان ته د حج د فریضي د ادا کولو لپاره ورشي.
ویل کیږي چې سږ کال شاوخوا یو ملیون کسانو ته د حج کولو اجازه ورکړل شوې چې نږدې ۸۵۰ زره یې د نورو هیوادونو اتباع دي.
جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې په متحده ایالاتو کې مسلمان امریکایان د مبارزې په لومړې کرښې کې دي او د نورو مذهبي ډلو د غړیو سره یو ځای دننه په امریکا او د امریکا نه بهر د هغو خلکو سره مرستې کوي چې د لوږې او شخړو د لاسه کړیږي.
د اعلامیې په پای کې راغلي، " جل او زه تاسو او ستاسو عزیزانو ته د خوښۍ ډکې رخصتۍ غواړم چې د ټولنو، لمانځلو، مهربانۍ او خدمت څخه ډکې وې. اختر مو مبارک او حج مو قبول شه".