د لاس رسي وړ اتصالات

روژه کې به هم په امریکا کې جوماتونه تړلي وي


د امریکا په ویرجینیا کې د دارالنور جومات
د امریکا په ویرجینیا کې د دارالنور جومات

د روژې میاشتې په راسیدو سره د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په موخه به په امریکا کې دیني مراکز او جوماتونه تړلي پاتې شي.

دیني عالمان وايي که څه هم خوښ نه دي، خو د ټولنې د حفاظت لپاره خلک باید طبي لارښوونې په پام کې ونیسي.

د امریکا د ویرجینیا ایالت په سپرنګ فیلډ سیمه کې د مدینې جومات امام جمال کاکړ امریکا غږ ته وویل چې د دیني مراکزو تړل کیدل د دین خلاف کار نه دی، بلکې د ځان او ټولنې ساتل فرض دي.

ښاغلی کاکړ وايي: "د انسان د ژوند او صحت ساتنه دا په اسلام کې فرض دي، مسجدونه خلکو له قصده تړلي نه دي، د خوشحالۍ نه یې تړلي نه دي، بلکې زموږ زړونه ډیر دردیږي چې مسجدونه بند وي او لمونځونه پکې نه کیږي، اما په موقت شکل باندې، د یو ضرورت په خاطر باندې، د وبا د انتشار د مخنیوي په خاطر باندې دا ډیره ضروري، لازمي او حتمي خبره ده. "

د ویرجینیا یو شمیر اوسیدونکي هم وايي چې د کروناویروس له کبله د جوماتونو په تړل کیدو خفه دي.

د عبدالله په نوم د ویرجینیا یو اوسیدونکی وايي: "دا چې جومات بند دی، زموږ ټوله ټولنه په دې باندې دردیږي، له الله تعالی لخوا دا پر موږ باندې امتحان دی، ۱۴۰۰ کلنو کې دا لومړی ځل دی چې جوماتونه او ټول ځایونه داسې تړل شوې دي، دلته زموږ په ټولنه کې تراویح، روژه ماتی او پروګرامونه ټول بند شوي دي او موږ ور پسې خفه یو. "

په امریکا کې د ایستر په نوم د عیسویانو او د پاسوور په نوم د یهودانو مذهبي ورځې هم د کرونا له کبله خلکو په کور کې ولمانځلې.

روژه کې به هم په امریکا کې جوماتونه تړلي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:08 0:00

ولسمشر ټرمپ وايي له دغه بندیز څخه وروسته اوس به وکتل شي چې امریکایي چارواکي د رمضان په اړه څه پریکړه کوي.

ولسمشر ټرمپ وايي: "راځئ وګورو چارواکي به د رمضان په جریان کې هم په جوماتونو کې ټولنیز واټن پلي کړي، کوم چې د ایستر په وخت کې په کلیسا ګانو کې پلي شوی وو. "

د امریکا د اسلامي اړیکو شورا د ټرمپ پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی.

امریکا کې څه باندې ۲۱۰۰ جوماتونه به د کروناویروس د خپریدو مخنیوي په موخه په روژه کې هم تړلي وي.

XS
SM
MD
LG