د لاس رسي وړ اتصالات

چین ځیرکو تلیفونونو او انټرنیټ ته د ماشومان لاسرسی محدودي


چین د چهارشنبې په ورځ اګست دوهمه (زمري ۱۱) د داسې مقرراتو د پلي کولو خبر ورکړ چې له مخې یې د ۱۸ کلونو څخه د ټیټ عمر لرونکو کسانو لخوا د ځیرکو ټلیفونونو کارول محدودیږي او هغوی نشي کولای د شپې مهال انټرنیټ ته لاسرسی ولري.

د دې تازه محدودیتونو له مخې چې ټاکل شوې له یوې عامې نظرپوښتنې وروسته د سپتمبر په دوهمه پلي شي، له ۱۸ کالو څخه کم عمر لرونکي کسان نشي کولای د شپې له ۱۰ بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پورې د ګرځنده تلیفون له لارې انټرنیټ استعمال کړي.

ماشومانو ته د ځیرکو تلیفونونو د استعمال دپاره د هغوی د عمرونو په اساس مهلت ټاکل شوی دی. له اته کلونو کم عمره ماشومان د ورځې ۴۰ دقیقې او د ۱۶ څخه تر ۱۷ کلونو عمر لرونکي کسان د ورځې دوه ساعته د زیرکو تلیفونونو د استعمالولو اجازه لري.

د چین د سایبر سپیس ادارې (CAC) لخوا وړاندې شوي دا مقررات په نړۍ کې یو له خورا سختو بندیزونو ګڼل کیږي چې موخه یې د چینايي مقاماتو له خوا، په انټرنیټ باندې د ماشومانو د روږدي کیدو مخنیوی بلل شوی دی.

خو میندو او پلرونو ته دا حق ورکړل شوی چې که وغواړي کولی شي پر خپلو ماشومانو دغه مقررات پلي نکړي.

د چین د سایبر سپیس ادارې وویل چې دا مقررات به "له انټرنیټ څخه مثبتې استفادې ته وده ورکوي، د انټرنیټي شبکو چاپیریال بهتره کوي، په انټرنیټ د ماشومانو د روږدې کیدو مخنیوی کوي او ماشومان هڅوي چې د انټرنیټ د استعمال مثبت عادتونه خپل کړي."

چین په وروستیو کلونو کې د ټکنالوژۍ په سکتور کې پراخ مقررات پلي کړي، او لامل یې د ډیجیټل ټکنالوژۍ لخوا ماشومانو او زلمیانو ته د ممکنه خطرونو مخنیوی ښودل شوی دی.

په ۲۰۲۱ کې، چین په ویډیويي لوبو باندې د ماشومانو د روږدېدو د مخنیوي په هدف د ویډیويي لوبو دپاره د ماشومانو وخت محدود کړ او د نهو میاشتو دپاره یې د نویو ویډیویي لوبو تائیدول وځنډول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG