د لاس رسي وړ اتصالات

جوبایډن د کار په لومړیو ۱۰۰ ورځو څه کوي؟ 


جوبایډن سبا چهارشنبه جنوري ۲۰ لوړه کوي
جوبایډن سبا چهارشنبه جنوري ۲۰ لوړه کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر جوبایډن ۱.۹ تریلیون ډالر اقتصادي پلان اعلان کړی دی چې کروناویروس ځپلی امریکا تر یوې اندازې بېرته په خپلو پښو ودروي.

د کروناویروس له کبله په امریکا کې نژدې ۴۰۰ زره کسان مړه شوي او میلیونونه نور په دغه ویروس اخته دي.

ښاغلي بایډن دا اقتصادي پلان تېره اونۍ اعلان کړ چې د اقلیم د بدلون څخه نیولې د رایې اچونې د حقوقو او مهاجرت د سیستم د اصلاحاتو پورې مسایل په کې شامل دي.

د جوبایډن د انتقال ټیم وايي چې «دا پلان ډېر لوړ دی خو عملي کېدونکی» دی. دا پلان به داسې مهال کانګرس ته وړاندې کیږي چې ټاکل شوې چې په سنا کې به د ولسمشر ټرمپ د استیضاح بهیر او محکمه هم روانه وي. په امریکا کې د هر نوي ولسمشر د کار اندازه له دې معلومیږي چې هغه په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې څه کړي دي.

ځینې کارپوهان په دې باور دي چې ښاغلی بایډن ژمن دی چې په لومړیو ورځو کې به د خپلې کاري اجنډا غټه برخه کانګرس ته وړاندې کوي.

د ښاغلي بایډن دا پلان ډېر پراخ دی ځکه چې هم صحي برخه رانغاړي او هم اقتصادي ننګونې.

بشري ناورین

ښاغلي بایډن څه موده مخکې د خپلې مرستیالې کاملا هریس سره یو ځای د دیلاور په ایالت کې په ویلمېنګټن کې په یوې غونډې کې وویل چې له میاشتو میاشتو قرنطین وروسته چې لوی اقتصادي ویجاړی یې تر شا پرېښود، ولس بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

هغه وویل: «نژدې ۱۸ میلیون امریکایان لا هم د بېکارۍ په بیمې متکي دي. نژدې ۴۰۰زره واړه کاروبارونه د تل لپاره وتړل شول او موږ وینو چې په یو ځل د څو نسلونو اقتصادي بحران او په یو ځل د څو نسلونو روغتیايي‌بحران په منځ کې یو. د انساني رنځ یو ژور کړکیچ مشاهده کیږي او وخت نشته چې ضایعه یې کړو. موږ باید لاس په کار شو او همدا اوس باید لاس په کار شو.»

کروناویروس او د مرستو پلان

د ښاغلي بایډن په دغه پلان کې ۱تریلیون ډالر د افرادو او کورنیو سره د مرستو لپاره بېلې شوي ‌دي. دا پلان به د کار په لومړیو ورځو کې اعلانیږي.

د دغه پلان په اساس به هر امریکایي ته ۱۴۰۰ډالر ورکول کیږي، تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ هم یو پلان ومانه او هر امریکايی ته یې ۶۰۰ ډالر ورکړل. همدغه راز د دغه پلان له مخې د کروناویروس له کبله بې کاره شویو خلکو ته د مرستو اندازه او موده هم زیاتیږي.

د دغه پلان بله مهمه برخه دا ده چې د فدرال روزمزد به زیاتوي او د ساعت ۱۵ ډالرو ته به یې لوړوي، د هغو کورنیو پېسو د نشتوالي له کبله له کورونو څخه د وېستل کېدو له خطر سره مخامخ دي، مرسته کیږي او اړمنو ته به د غذايي موادو مرسته هم زیاتیږي.

د ښاغلي بایډن په دغه پلان کې د کوچنیو کاروبارونو، ایالتي، محلي او قبایلي حکومتونو سره د۴۴۰ میلیون ډالر ومستقیمه مرسته هم شامله ده. د دې تر څنګ ۴۰۰ میلیون ډالر د دې لپاره ځانګړې شوي چې کروناویروس وبا سره د مبارزې ته د فدرال د رسیدګۍ او مبارزې اندازه پراخه شي.

همدغه راز په دغه پلان کې هغو خلکو ته د اونۍ ۴۰۰ډالر هم په پام کې نیول شوي چې دکروناویروس له کبله بې کاره او بې روزګاره شوي‌ دي، دا پروګرام به تر سپتمبر پورې وي.

پراخه اجنډا

که څه هم ښاغلي بایډن دا اقتصادي پلان د خپلې نوې ادارې مهم او لومړی کار ګڼي،‌ خو دا یوازینی کار نه دی چې هغه به یې په د کار په لومړیو میاشتو کې کوي.‌ نورې مهمې تګلارې هم شته:

بهرنۍ تګلاره

جوبایډن له شاوخوا ۳۶ کلونو راهېسې په سیاست کې دی او ډېره برخه یې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې په کار کولو تېره کړې ده. هغه په خپلو انتخاباتي غونډو کې ژمنه کړې وه چې له هغو ایتلافیانو او هېوادونو سره به اړیکې بېرته رغوي چې د ده په خبره د ولسمشر ټرمپ د «امریکا لومړی» منزوي کوونکې اجنډا له کبله پردي شوي.

هغه همدغه راز ژمنه کړې چې یوه نړیواله غونډه به رابولي چې د فساد او افراطي ملتپالنې سره په مبارزې تمرکز وکړي.

د رایې اچونې حقوق

دموکراتان له پخوا څخه لیوال دي چې په امریکا کې د رایې اچونې د حقوقو د زیاتولو قانون تصویب کړي.

د دغه کار هدف دا دی چې په ټاکنو کې د خلکو د رایې اچونې د محدودولو په اړه د ایالتونو او سیمه ییزو چارواکو واکم کړي چې خلک محدودوي.

تمه ده چې بایډن به د د غو اصلاحاتو لپاره به هم هلې ځلې کوي.

پولیسو او د مهاجرت قانون کې اصلاحات

جوبایډن به دا هلې ځلې هم کوي چې په پولیسو کې اصلاحات راولي. څه موده مخکې یو افریقايي-امریکایي د پولیسو په توقیف کې مړ شو او دغه کار په امریکا کې پراخ غبرګونونه را وپارول.

ښاغلي بایډن ویلي دي چې یو کمېسون به ټاکي چې د پولیسو او خلکو ترمنځ جنجال ختم شي.

ښاغلی بایډن همدغه راز پلان لري چې د مهاجرت په قانون کې هم اصلاحات راولي چې د شاوخوا ۱۱ میلیون هغو مهاجرو ته چې له اسنادو پرته امریکا کې اوسیږي، د اسنادو ترلاسه کولو لپاره یې لاره هواره شي.

اقلیمي‌بدلون

ښاغلي بایډن داسې اشارې ورکړي چې د پاریس د اقلیم بدلون په تړون کې به بېرته یو ځای کیږي او داسې اقدام به کوي چې امریکا یو ځل بیا د اقلیمي‌بدلون د مخنیوي په برخه کې د رهبرۍ رول ولوبوي.

هغه به د ولسمشر ټرمپ هغه مقررات هم ختموي چې د فوسیل د سونګ توګو استخراج او سوځول یې اسانه کړي وو.

مالیات

د ښاغلي بایډن په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې به بل مهم کار دا وي چې هغه به په پانګوالو او سوداګرو باندې مالیه لوړوي.

د ولسمشر ټرمپ په وخت کې په سوداګرو باندې مالیه له ۳۵ څخه ۲۱ فیصدو ته راکمه شوې وه.

هغه ژمنه کړې ده چې په هغو خلکو باندې به مالیه نه لوړوي چې تر ۴۰۰زره ډالرو کم عاید لري.

ښاغلی بایډن به همدغه راز د اوږد مهال لپاره به د زیربنايي کارونو لپاره د دوو تریلیون ډالرو او په خاص ډول د سړکونو او پلونو د جوړولو لپاره طرحه وړاندې کړي.‌

جوبایډن سبا چهارشنبه جنوري ۲۰ لوړه کوي، دی به د امریکا د متحدو ایالتونو ۴۶م ولسمشر وي.

XS
SM
MD
LG