د لاس رسي وړ اتصالات

اترا په افغانستان کې د پوبجې ګیم تړي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وايي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د پوبجي انلاین وتړي.

د اترا ادارې د چارواکو په وینا دغه اقدام د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون د غړو او دیني عالمانو د غوښتنو پر بنسټ اخیستل کیږي.

پوبجي د نړۍ په کچه د ګرځنده ځیرکو ټیلیفونونو د کاروونکو تر منځ تر ټولو نامتو لوبه ده خو د اترا ادارې په وینا دغه لوبه کاروونکی په وار وار لوبولو روږدي کوي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو او په خواله رسنیو کې عامو خلکو د بوبجي پر کاروونکو غبرګونونه وښودلي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړو او په خواله رسنیو کې عامو خلکو د بوبجي پر کاروونکو غبرګونونه وښودلي.

د اترا ویاند سعید شینواري نن سه شنبه مې ۲۵ (غبرګولي څلورمه) امریکا غږ ته وویل "د ولسي جرګې غړو او دیني عالمانو غوښتنې کړي چې دغه ګیم وتړل شي. موږ غواړو لوبه داسې وتړو چې د (VPN) د کارولو پر وخت هم د لوبولو وړ نه وي. د دې محدودیت راوړلو لپاره مو مخابراتي شرکتونو ته څو میاشتې وخت ټاکلی."

د اترا د معلوماتو پر بنسټ دغه تکنالوژۍ (Detect Inspection) نومیږي، او وي پي ان هم نشي کولی سیستم هک او لوبه پرې خلاصه کړي.

له بلې خوا نۍ یا د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکې ادارې د اترا له دغه اقدام هرکلی کړی خو په عین حال کې اندېښنه هم څرګنده کړې ده.

هند، چین او پاکستان لومړني هېوادونه و چې پوبجي یې په خپلو کاروونکو تړلې ده.
هند، چین او پاکستان لومړني هېوادونه و چې پوبجي یې په خپلو کاروونکو تړلې ده.

د نۍ په یوې خبرپاڼې کې راغلي " نۍ پر پوبجي لوبې باندې د محدودیت راوستلو هرکلی کوي. په دې باور یو چې د کورنیو د غوښتنو منل یو دیموکراتیک اصل دی خو اندېښمن یو چې د دغې لړۍ نه ناوړه ګټه اخیستنه ونشي."

د بیان ازادۍ دغه ملاتړ کوونکې اداره له حکومت نه غواړي چې د دوی د اندېښنو لرې کېدو ته باید تضمین شتون ولري.

  • پوبجي څه ډول لوبه ده؟

پوبجي په ګرځنده ځیرکو ټیلیفونونو کې په انلاین ډول لوبول کیږي. دغې لوبې کې ۱۰۰ لوبغاړي یوې سیمې ته د الوتکې په واسطه لېږدول کیږي.

په دې سیمې کې لوبغاړي د وسلو راټولو پیلوي او یو بل وژني تر څو د لوبې وروستی لوبغاړی یا وروستۍ ډله د ډګر ګټونکی شي.

له یو نه تر څلورو پورې لوبغاړي کولی شي په ګډه دغه لوبه ولوبوي یا لوبډله جوړه کړي.

دغه لوبه د نړۍ یو تر ټولو نامتو او ډېره ډونلود شوې لوبه ده چې په یوه وخت کې یې د ۳،۲ میلیونو ډېرو کاروونکو لوړ ریکارډ هم جوړ کړی دی.

له یو نه تر څلورو پورې لوبغاړي کولی شي په ګډه دغه لوبه ولوبوي یا لوبډله جوړه کړي.
له یو نه تر څلورو پورې لوبغاړي کولی شي په ګډه دغه لوبه ولوبوي یا لوبډله جوړه کړي.

پوبجي په ۲۰۱۷ کې بازار ته راغله. د امریکا غږ رپوټ پر بنسټ دغه لوبه د ۲۰۱۹ کال په سر کې افغان ځوانانو وکړه.

څو میاشتې مخکې د پراخو نیوکو له امله اتر ادارې دغه لوبه د لنډ مهال لپاره وتړله.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو او په خواله رسنیو کې عامو خلکو د بوبجي په اړه غبرګونونه وښودل. د دوی لویې اندېښنې دا وې چې کاروونکي د پوبجي په لوبولو روږدي شوي او له عادي ژوند نه یې باسلي.

له دې سره سره بیا هم بوبجي له لنډ محدودیت وروسته بیرته فعاله او تر اوسه لوبول کیږي.

هند، چین او پاکستان لومړني هېوادونه و چې دغه لوبه یې په خپلو کاروونکو تړلې ده.

له دې وروسته بیا کوریا، اردن، نیپال، عراق او اسراییل کې هم تړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG