د لاس رسي وړ اتصالات

ارجنټانین مکسیکو ته ۲- صفر ماتې ورکړه او د نړیوال جام څخه د حذف کیدو څخه بچ شوه


د ارجنټاین لوبډلې شنبه نومبر ۲۶ (لیندۍ۵) د ورځې په وروستۍ لوبې کې د مکسیکو لوبډلې ته ۲- صفر ماتې ورکړه او پدې سره یې وکړی شو په روانو سیالیو کې د پاتې کیدو لپاره خپل چانس لا ډیر کاندي.

د ارجنټاین لپاره لومړنی ګول د دې لوبډلې مشهور لوبغاړي لاینول میسي د لوبې په ۶۴ مه دقیقه کې وواهه.

میسي ته د بل لوبغاړي اینجل ډي ماریا لخوا د توپ اچولو وورسته هغه وکړی شو چې د میدان د ۲۵ مترۍ څخه ګول ووهي.

د ارجنټاین لپاره دویم ګول انیزو فرنانډیز چې د بل لوبغاړي پر ځای یې لوبه کوله، د لوبې په ۸۷ مه دقیقه کې وواهه.

د ارجنټاین لپاره د دې لوبې ګټل مهم و ځکه چې دې لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه په سعودي عربستان ۲-۱ بایللې وه او که دا لوبه یې هم بایللې وه د روانو سیالیو څخه وتله.

ارجنټانی په C ګروپ کې دویم مقام لري او وروستۍ لوبه یې د چارشنبې په ورځ د پولینډ سره ده. ارجنټاین باید دا لوبه وګټي چې د شپاړلسو لوبډلو پړاو ته لار پیدا کاندي.

روان نړیوال جام ښایي د ارجنټاین د مشهور لوبغاړي میسي لپاره وروستۍ ځل وي چې پدې سیالیو کې برخه اخلي.

لاینول میسي په نړۍ کې دریم لوبغاړي شو چې په نړیوال جام کې ۸ ګوله وهي. د پرتګال لوبغاړی کریسټیانو رونالډو او د ارجنټاین بل پخوانی لوبغاړی ډایګو مرادونا دوه نور هغه لوبغاړي دي چې په نړیوالو جامونو کې یې اته ګوله وهلي.

ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ جاپان - کوستاریکا، بلجیم - مراکش، کروشیا - کاناډا و جرمني – اسپانیا لوبډلې سیالۍ وکړي.

XS
SM
MD
LG