د لاس رسي وړ اتصالات

د اپل شرکت ارزښت یو تریلیون ډالرو ته نږدې شوی


د اسهامو په بازار کې د اپل شرکت ارزښت اوسمهال شاوخوا ۹۵۳ میلیارد امریکايي ډالره دی او تمه کیږي چې یو تریلیون ډالرو ته ورسیږي. اپل امریکايي شرکت آیفون ټلیفونونه، مک کمپیوټرونه او آیپډونه جوړوي. اپل د سوداګرۍ په تاریخ کې تر ټولو با ارزښته او شتمن شرکت ګڼل کیږي.

اپل په ۲۰۱۷ کال کې څه باندې ۲۱۶ میلیون آیفونونه په نړیواله کچه خرڅ کړل او له دې لارې یې څه باندې ۸۸ میلیارد ډالره ګټه پورته کړه.

دغه شرکت د ۲۰۱۸ کال د لمړیو دریو میاشتو لپاره د ټولو عوایدو (آیفون، مک کمپیوټرونو او آیپډونو د خرڅلاو) له لارې د ۸۸ میلیارد ډالرو ګټې پلان درلود.

ځیني شننوکي وايي اپل د خپلو تولیداتو د پلورلو او ګټې د جاري ساتلو لپاره د یوه نوي تولید راویستو ته اړتیا لري، خو سږکال یې د اسهامو په مارکیټ کې یې سهم په چین او جاپان کې د آیفون ۸ او آیفون ۱۰ د ښه پلور له امله ۱۲٪ لوړ دی. د سهم له لوړېدو سره یې د اپ سټور د خدماتو زیاتوالي هم مرسته کړې.

اپل همدارنګه د اسهامو په بازار کې د ۲۶۷ میلیونو ډالرو له نغدې ضمانت څخه هم ګټه اخلي، چې د خپلو اسهامو سود او د بیرته اخیستو پروګرام غښتلی کړي. اپل دغه کار د خپلو پانګوالو د هڅونې لپاره کوي.

د اپل ترڅنګ د امازون شرکت هم د تریلیون حد ته نږدې شوی. د امازون د اسهامو بیه ۸۷۰ میلیارده ډالره ده. د ګوګل شرکت هم ارزښت ۸۴۵ میلیارده او د مایکروسافت شرکت ارزښت نږدې ۸۱۵ میلیارده امریکايي ډالره دی.

خو که چیرې اپل، مایکروسافت، ګوګل او یا هم امازون د یو تریلیون ډالرو حد ته ورسیږي، هیڅ یو به یې د نړۍ په سطحه لومړنۍ شرکت نه وي چې دغه مقام ته رسیږي. ځکه په ۲۰۰۷ کال کې د تیلو د تولیدونکي چینايي شرکت (پیترو چینا ) د اسهامو بیه د شانګهای د اسهامو په مارکیټ کې د لنډ وخت لپاره له یو تریلیون ډالرو څخه لوړه شوه،خو ډیر ژر بیرته راټیټه شوه.

XS
SM
MD
LG