د لاس رسي وړ اتصالات

 
امریکا کې د مسافر وړونکې الوتکې او پوځي هلیکوپتر ټکر؛ چارواکي وايي څوک ورڅخه ژوندي ندي پاتې

امریکا کې د مسافر وړونکې الوتکې او پوځي هلیکوپتر ټکر؛ چارواکي وايي څوک ورڅخه ژوندي ندي پاتې


یوه مسافر وړونکې الوتکه د پایتخت واشنګټن ډي سي د رونالډ ریګن هوايي ډګر ته نژدې له یوې پوځي الوتکې سره له جنګېدلو وروسته د پوټامیک په سیند کې غورځېدلې ده.
یوه مسافر وړونکې الوتکه د پایتخت واشنګټن ډي سي د رونالډ ریګن هوايي ډګر ته نژدې له یوې پوځي الوتکې سره له جنګېدلو وروسته د پوټامیک په سیند کې غورځېدلې ده.

د متحده ایالاتو یوه داخلي مسافر وړونکې الوتکه د پایتخت واشنګټن ډي سي د رونالډ ریګن هوايي ډګر ته نژدې له یوې پوځي هلیکوپتر سره جنګېدلې او دواړه الوتکې د پوټامیک په سیند کې غورځېدلې دي. چارواکي وايي په دواړو الوتکو کې د سپرو ۶۷ کسانو څخه څوک ژوندي ندي پاتې شوي.

پېښه په ځايي وخت د چهارشنبې جنوري ۲۹ (سلواغې ۱۰) د شپې د نهو بجو په شاوخوا کې شوې ده. د ژغورنې کارکوونکو او غوپه وهونکو ټوله شپه د پوټامیک سیند په یخو اوبو کې د ژوندي پاتې کسانو لټون کاوه.

امریکن هوايي شرکت تائید کړې چې له کنزاس ایالت څخه پایتخت واشنګټن ته په تلونکې الوتکې کې ۶۰ مسافر او څلور عمله ناست وو. د امریکا پوځ هم وايي چې په څرخي الوتکې کې درې تنه سپاره وو.

د ژغورنې د چارو مسئولینو د پنجشنبې په ورځ خبریالانو وویل چې ټول پام د ژغورنې عملیاتو ته اوښتی دی.

د واشنګټن د اطفائیې د ادارې مسئول جان ډانلي وویل چې شاوخوا ۳۰۰ ژغورونکي د پیښې ځای ته رسېدلي چیرې چې د الوتکو پاتې شونې موندل شوي او د شپې په تیاره کې د ۲.۵ متره ژور سیند په سړو اوبو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون ته دوام ورکړی دی.

ډانلي وویل چې د مسافر وړونکې الوتکې څخه ۲۷ مړي او د پوځي هلیکوپتر څخه یو مړی موندل شوی دی. هغه زیاته کړه چې سخت باد او سړې هوا د لټون او ژغورنې عملیات سخت کړي دي.

سیمه ایزې رسنۍ وایي چې دغه الوتکه هوايي ډګر ته د کښته کېدو پر مهال له هلیکوپتر سره جنګېدلې ده. د ریګن په هوايي ډګر کې پروازونه ځنډول شوي دي.

د کنزاس ایالت سناتور راجر مارشال یوې خبري غونډې ته وویل: "موږ له هغو کورنیو سره غمشریکي کوو چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي... د دومره کسانو له لاسه ورکول لویه غمیزه ده."

د دغه ټکر د علت او د تلفاتو د دقیق شمېر په اړه معلومات ورکړل شوي ندي.

د رویټرز خبري اژانس د امریکايی چارواکو له خولې خبر ورکړی دی چې د امریکن هوايي شرکت مسافر وړونکې الوتکه د بلک هاک له هلیکوپتر سره جنګېدلی ده. د امریکا د پوځ یو مقام د یوې پوځي الوتکې ټکر تائید کړی دی.

د امریکا د هوايي چلند اداره وایي، د " امریکن ایګل" په نوم ۵۳۴۲ نمبر الوتنې د کنزاس د وچیتای له ښار څخه پرواز کړی و. د امریکا پوځ منلې چې ددغې الوتکې سره کوم هلیکوپتر چې ټکر کړی هغه ددغه پوځ اړوند بلک هاک هلیکوپتر وو.

د واشنګټڼ ډي سي ښاروالې موریل براوسر په دې پيښه ژوره خواشیني ښودلې ده.

په دې الوتکه کې د نورو مسافرو سربیره، د امریکا د فیګر سکېټینګ (د یخ په سر نڅا) ادارې ویلي چې د هغوی د ټیم یو شمېر لوبغاړو، د هغوی روزونکو او د کورنیو ځینو غړو هم سفر کاوه.

ایوجینا شیشکووا او وادیم ناوموف
ایوجینا شیشکووا او وادیم ناوموف

د ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: "موږ ددې غمیزې او له کبله یې د رامنځته شوې نه ډکېدونکې تشې له کبله سخت غمجن شوي یو. د قربانیانو کورنۍ زموږ په زړه کې دي."

کرملین او د روسیې رسنیو ویلي چې د یخ په سر د نڅا جوړې ایوجینا شیشکووا او وادیم ناوموف او ددې لوبې ځینو نور روسي لوبغاړو هم په دغه الوتکه کې سفر کاوه.

د کرملین ویاند دمیتري پسکوف خبریالانو ته وویل: "نن له واشنګټن څخه بد خبر لرو. موږ بخښنه غواړو او [د قربانیانو] کورنیو او ملګرو ته خپله خواخوږي وړاندې کوو."

په مسافر وړونکې الوتکه کې ثبت شوي معلومات ښيي چې د پیښې پر وخت له ځمکې څخه ۱۲۰ متره لوړه وه. د سیند پر غاړه پورت کنیډي مرکز په امنیتي کمرو کې په ثبت شویو ویډیوګانو کې، په هوا کې دوه ګروپونه لیدل کیږي چې له یو بل سره ټکر کوي او وروسته د اول لمبه رامنځته کیږي.

د واشنګټن ښار په څنډه کې د پېښې په ځای کې د ژوندي پاتې کسانو لټون دوام لري.
د واشنګټن ښار په څنډه کې د پېښې په ځای کې د ژوندي پاتې کسانو لټون دوام لري.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واشنګټن ډي سي د رونالد ریګن د هوايي ډګر د څارنې د برج پر کړنې باندې انتقاد کړی دی او ویلي دي چې باید ددغې پیښې مخنیوی شوی وای.

هغه د "تروت سوشل" په خپله پاڼه کې لیکلي چې دا مسافر وړونکي الوتکه د هوايي ډګر په لور په عادي ډول د حرکت په حال کې وه، خو ددې الوتکې په لور د پوځي هلیکوپتر اوږد حرکت ددې پیښې رامنځ ته کیدو سبب شوی دی.

د امریکا جمهور رئیس ویلي: " اسمان صاف وو او د الوتکې څراغونه هم روښانه وو، ولې هلیکوپتر پورته لاړ نشو او یا ښکتنه رانغی یا یې خپل مسیر بدل نکړ؟ ولې د څارنې برج ( د رونالد ریګن هوايي ډګر) د هیلکوپتر پیلوټ ته ونه ویل چې باید څه وکړي، ددې پرځای چې له هغه یې پوښتلي چې الوتکه یې لیدلې او که نه".

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګسټ دا پېښه "سخته غمیزه" بللې ده. هګسټ په ایکس شبکه کې لیکلي: "د لټون او ژغورنې عملیات اوس هم روان دي. ټولو اغیزمنو شویو او د هغوی کورنیو ته دعا کوو."

ددې راپور ځینې معلومات له اسوشیتدر پرس، فرانس پرس او رویټرز اژانسونو څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG