د امریکا اردو ویلي دي چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې په یوه هوایي حمله کې د دې میاشتی په سر کې د القاعدې یو لوړ پوړی قوماندان وژل شوی دی.د امریکا په پنټگان کې د امریکا غږ خبریالي کارلا باب ددی حملي په اړه ویلې دي چی دغه کس د بمونو د حملو کولو لوی طراح و.
د امریکا د دفاع وزارت دا تایید کړی چې ابو خلیل السوډاني د ٢٠١٥م کال د جولای په ١١مه نېټه د افغانستان د پکتیکا د ولایت د برمل په ولسوالي کې د امریکا په یوه هوایي حمله کې وژل سوی دی. د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلې السوډانې د سنې وسله والي ډلی د ځانمرگو بریدونو او د چاودونو عملیات پر مخ وړل.
د امریکا د مرکزي قواو د قوماندانۍ ویاند ډگر وال ( پیټ رایډر) د جمعې په ورځ په پنټگان کې خبریالانو ته وویل چې د هغه مرگ د القاعدې په حملو باندي لږترلږه د یوه موقتي وخت د پاره منفي تاثیر کولای سي او په حملو کې د دغې ډلي قابلیت کمزوری کولای سي.
ډگروال پیټ رایډر وویل،، د السوډاني وژل چې د القاعدې د عملیاتو منل سوی پلان جوړونکی او طراح و د دغې شبکې په عملیاتو باندي به ناوړه تاثیر ولري،،.
د امریکا د د فاع وزارت ویلې دي چې السوډانې په امریکایی، افغان او پاکستاني عسکرو باندی د مستقیمو بریدونو کولو د پلانونو جوړونکې وو.
رایډر وویل، د امریکا پوځ د السوډاني وژل له دی کبله تراوسه نه و تایید کړي چې په دغه کامیابه هوایی برید کې د هغه د وژلو تصدیق وکړي.
په بیانیه کې ویل سوي دي چې په دې هوایي حمله کې په السوډاني برسیره دوه نور سخت سره تندلاري هم وژل سوي دي او دا چې موږ به په سیمه او ټوله نړۍ کې د سرسختو تندلارو د حملو د مخنیوي د پاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو. په بیانیه کې د دغو نورو دوو تنو نومونه نه دي ذکر سوي.
د امریکا هوایی بریدونو په دی ورستېو میاشتو کښي د القاعده د شبکی مهم قومندانان وژلي دی. تیره میاشت په یمن کې ددغي ډلی دوهم مشر د ډرون په یوه برید کي ووژل شو.
ددی میاشتې په پیل کې د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې له څه وخت راهیسي د القاعدې د اوږدې مودې د عملیاتو یو غړي محسن الفدهی، هم په یوه هوایی برید کې ووژل شو.پنټگان ویلې دي چې الفدایی د القاعده شبکي له هغو باوري کسانو له جملي څخه وو چې د ٢٠٠١ کال د ستمبر د ١١ د تروژیستې بریدونو مخکي معلومات ورسره شریک شوي وو.