د رزمي ورزشونو د سپک وزن یا Mix Martial Arts افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک وایي چې د جون په ١٧ د خپل غښتلي سیال هسپانوي رامي گومز سره سیالي کوي.
ښاغلي هوتک د امریکا غږ ته وویل که څه هم چې د هغه سیال ډیر ښه ریکارد لري خو دی هڅه کوي چې دا ځل هم بریالیتوب د "افغانستان په برخه" شي.
ښاغلي هوتک وویل چې دا سیالي Fight Night Global د سازمان له لورې جوړه شوی چې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین به هم دغه سیالۍ له نژدې وگوري.
د ولي هوتک سره د امریکا غږ مرکه دلته واورئ: