د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان-ویسټ‌ انډیز یوې ورځنیو سیالیو لړۍ مساوي‌ شوه


راشد خان د دغو سیالیو ستوری و.
راشد خان د دغو سیالیو ستوری و.

د افغانستان او ویسټ‌ انډیز ترمنځ‌ د یوې ورځنیو لوبو د دریو سیالیو لړۍ ۱-۱ مساوي شوه.

درېیمه لوبه چې باید د چهارشنبې په ورځ‌ (جون ۱۴) شوې وای، باران لغوه کړه.

د ویسټ انډیز د سنټ‌ لوشیا د ډارن سیمې په لوبغالي‌ باندې کره ورځ‌ او شپه باران وورېده. یو مهال داسې آټکل کېده چې شاید د ۵۰ اورونو دغه لوبه ۲۰ اورونو ته راکمه شي، خو باران زورور شو او لوبه یې لغوه کړه.

ویسټ اندیز تر دغو سیالیو مخکې د ۲۰ اورونو د دریو لوبو لړۍ ۳-۰ له افغانستان څخه وګټلې.

افغانستان له دغو سیالیو څه زده کړل

له ویسټ انډیز سره د افغانستان د لوبو دا لړۍ د خپل ډول لومړنۍ وې. افغانستان او ویسټ انډیز تر دې مخکې کله هم داډول سیالۍ نه وې کړې.

که د ویسټ‌ انډیز او افغانستان تجربې پرتله شي، د مقایسې وړ نه دي‌ او شاید د کرکټ‌ ډېر مینوال بیا هم افغانستان ته شاباسی ووايي‌ چې لږ تر لږه د یوې ورځنیو سیالیو لړۍ خو یې مساوي‌ کړه.

شاید افغانستان له دغو سیالیو څخه ډېر څه زده کړې وي،‌ خو دا درس به یې ضرور اخیستی وي چې له پیاوړو لوبډلو سره لوبه له هانګ، اماراتو او د دویمې درجې ځینو نورو هېوادونو سره توپیر لري، قوي‌ پلان،‌ تجربه او حوصله غواړي.

افغان لوبغاړو به دا هم زده کړې وې،‌ چې له لویو ټیمو سره د لوبو پر مهال باید ډېر تر فشار او تاثیر لاندې رانشي او هڅه دې وکړي چې خپله عادي لوبه دې وکړي. له ویسټ انډیز سره په دغو سیالیو کې پر افغان لوبغاړو یو ډول فشار محسوسېده.

د دې ترڅنګ افغان لوبغاړي به په دې هم پوه شوی وي،‌ چې دشهزاد غوندې لوبغاړو بدیل پیدا کول افغانستان لپاره ډېر ضرور دي. افغانستان په دغو سیالیو کې د اوپنینګ له پلوه له لویې ستونزې سره مخامخ و او هېڅکله یې هم ښه پیل نه درلوده چې ډېر کله یې پای هم خراب و.

د افغانستان بیټینګ یا د منډو جوړولو برخه بیا هم ښه ونه ځلېده او ډاډه یم چې روزونکی او د کرکټ بورډ چارواکي به دغه ټکي ته ډېر متوجه شوی وي.

له ویسټ‌ انډیز سره په دویمې یوې ورځنۍ لوبې کې ډېر افغان منډه جوړونکي په شارټ‌ پچ توپونو وسوځېدل او دا ثابته شوه چې یو شمېر افغان لوبغاړي‌ لا هم په دغې برخې کې نورو تجربو او کار کولو ته اړتیا لري.

افغانستان په دغو سیالیو کې تر ډېره په دوه دریو لوبغاړو متکی و او نورو تجربه لروونکو لوبغاړو هاغسې چې تمه وه،‌ خپله برخه لوبه ونشوه کړې.

د یوې ورځنیو سیالیو په اولې لوبې کې د راشد خان نړیوال ریکارډ او د جاوید احمدي ۸۱ منډو ویسټ انډیز مات کړ او په دویمې لوبې بیا هم راشد او ګلبدین ښې لوبې وکړې، خو نورو لوبغاړو یې ملا ونه تړله او افغانستان لوبه وبایلله.

د افغانستان د بیټینګ ارډر غیر منظم و، په دې مانا چې ترتیب یې معلوم نه و چې کوم ځای د کوم لوبغاړي‌ دی، هرې لوبې کې تقریبآ دا ترتیب بدلېده چې، دا په کرکټ کې یو غیر معمول کار دی او باید افغان روزونکي‌ دغې برخې ته ډېر پام وکړي.

شاید ځینې نورې ستونزې هم وي،‌ خو له دغو لوبو مثبت ټکی دا راوځي چې افغانستان اوس د ۲۰۰۵ کال لوبډله نه ده بلکې د نړۍ له پیاوړو لوبډلو سره لوبېدلی شي‌ او ماتې هم ورکول شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG