د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان – بنګله دیش درییمه لوبه چې ګټونکې لوبډله به د لړۍ جام هم ګټي


ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله دوشنبه نومبر ۱۱ ( لړم ۲۱) د بنګله دیش لوبډلې سره د روانې لړۍ په درییمې او وروستۍ لوبې کې مخ شي.

لوبه د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې کیږي.

دا د افغانستان او بنګله دیش کرکټ لوبډلو تر منځ د روانې لړۍ درییمه او وروستۍ لوبه ده. که هره لوبډله دا لوبه وګټي، د لړۍ د جام ګټونکې به هم شي.

افغانستان او بنګله دیش پدې لړۍ کې تر اوسه دوه لوبې کړي چې لومړۍ یې افغانستان او دویمه یې بنګله دیش ګټلې ده.

افغانستان په لومړۍ لوبې کې ۲۳۵ منډې وکړلې خو د بنګله دیش ټوله لوبډله په ۱۸۳ منډو وسوځیده او افغانستان دا لوبه د ۹۲ منډو په توپیر وګټله خو په دویمې لوبې کې بیا بنګله دیش ۲۵۲ منډې وکړلې چې د افغانستان لوبډلې پوره نشو کړی او ټول لوبغاړي په ۴۴م اور کې یوازې د ۱۸۴ منډو کولو وروسته وسوځیدل.

د لوبو دا لړۍ چې د افغانستان په کوربه توب د شارجې په لوبغالې کې کیږي، تر دې دمه د دواړو لوبډلو تر منځ په مساوي توګه روانه ده او که هره لوبډله دا لوبه وګټي، د روانې لړۍ اتلولي به هم وګټي.

دا دواړه لوبډلې تر دې دمه ۱۸ ځلې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې سره مخ شوي چې اوه یې افغانستان او پاتې بنګله دیش ګټلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG