د طالبانو د مهال د باندنېو چارو وزیر وکیل احمد متوکل وايي افغان حکومت له طالبانو سره د سولې رښتونې او ځواکمنه اراده نلري.
ښاغلي متوکل د امریکا غږ خبریالۍ زیبا خادم سره په مرکې کې وویل چې د سولې دوه اړخېز اعتماد او سیاسي ارادې ته اړتیا لري او نشي کیداې چې سوله ډیر ژر راشي.