د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه: افغانستان توپ وهنه کوي


Afghanistan Uganda Cricket
Afghanistan Uganda Cricket

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال شل اوریزم جام پخپلې لومړۍ لوبې کې توپ وهنه کوي.

لوبه د افغانستان او یوګانډا تر منځ ده. پچه د یوګانډا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړله.

لوبه د ګیانا پروډینس په لوبغالي کې ده.

د لوبډلې کپتان راشد خان په خبري کنفرانس کې وویل چې لوبغاړي شاوخوا دوې اونۍ مخکې ویسټ انډیز ته راغلي، له اب او هوا سره عادت شوي او هیله لري چې ښې لوبې وکړي.

د افغانستان په لوبډلې کې رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، راشد خان، مجیب الرحمان، عظمت الله عمرزی، نوین الحق، ګلبدین نائب، کریم جنت او فضل الحق فاروقي شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG