د لاس رسي وړ اتصالات

شهزاد او نبي د بنګله دیش د غوره لیګ تر ټولو مخکښ بهرني لوبغاړي


په بنګله دیش کې د 2016 کال د کرکټ د غوره لیګ په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ پخوانی کپتان محمد نبي او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد د منډو او د لوبغاړو د سوځولو پر اساس د ټولو نړیوالو لوبغاړو نه مخکې دي.

محمد نبي چې د چټګان وایکنګز په لوبډله کې لوبه کوي، تر دې دمه یې په دولسو لوبو کې اتلس لوبغاړي سوځولي دي. نبي پخپلې لوبډلې کې د زیاتو شپږیزو د وهلو له مخې هم مخکښ دی. هغه تر اوسه دولس شپږیزې وهلي دي.

د افغانستان د کرکټ دغه لوبغاړی په روانو سیالیو کې پر دې هم د ټولو نه وړاندې دی چې په یوه لوبه کې یې زیات توپونه نیولي یا "کیچ" کړیدي.نبي په یوه لوبه کې درې کیچونه اخیستي دي.

بل پلو محمد شهزاد په روانو سیالیو کې د زیاتو منډو د جوړولو له مخې د ټولو نړیوالو لوبغاړو نه وړاندې دی. سره لدې چې په شهزاد د یوه بل لوبغاړي سره د جنجال په خاطر په دوه لوبو کې بندیز لګیدلی و خو هغه اوس هم پدې سیالیو کې یوازینی بهرنی یا غیرې بنګالی لوبغاړی دی چې زیاتې منډې یې جوړې کړیدي. محمد شهزاد په لسو لوبو کې ۳۰۵ رنزونه کړیدي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG