د لاس رسي وړ اتصالات

مجیب الرحمن د بنګلدېش په تجارتي سیالیو کې لوبیږي- کرکټ


مجیب الرحمن د اسیا د ۱۹کلنو ځوانانو په سیالیو کې غوره لوبغاړی شو
مجیب الرحمن د اسیا د ۱۹کلنو ځوانانو په سیالیو کې غوره لوبغاړی شو

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د ۱۹ کلنو لوبډلې ورو توپ اچونکی مجیب الرحمن ځدراڼ د بنګلدېش په تجارتي سیالیو کې لوبیږي.

هغه بنګلدېش ته روان شوی او د محمد نبي او راشد خان په لوبډلې ویکټورینز کې به وي، خو لا یې د قرارداد په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

محمد نبي او راشد خان په همدغې میاشت کې له اماراتو سره د افغانستان د څلور ورځنیو سیالیو لپاره د بنګلدېش سیالۍ پرېږدي. محمد نبي کابل ته راغلی او ټاکل شوې چې راشد خان هم ژر راستون شي.

مجیب الرحمن د اسیا د ۱۹ کلنو ځوانانو په سیالیو کې د لوبې غوره لوبغاړی شو، هغه ۲۰ ویکټې واخیستي او توپ اچونه یې ډېره وستایل شوه. هغه له پاکستان سره په پایلوبې کې پنځه لوبغاړي وسوځول.

هغه په ښي لاس ورو توپ اچوي چې د ۱۹ کلنو د مخکني روزونکي دولت احمدزي په وینا څلور پنځه رقمه سپېن بال کوي او منډه جوړوونکو ته لوی سرخوږی جوړوي.

د بنګلدېش پریمیر لیګ هرکال کیږي او د نړۍ مشهور لوبغاړي په کې لوبیږي. له شک پرته چې په دا ډول سیالیو کې د مجیب ځدراڼ لوبېدل به د هغې تجربې لا پخې او زیاتې کړي.

د بنګلدېش کورنیو سیالیو په تېرو پړاونو کې محمد نبي، راشد خان او سمیع الله شینواري لوبه کړې وه، خو نجیب ځدراڼ، مجیب ځدراڼ او ظاهر خان په کې په اول ځل برخه اخلي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG